التقوی د لوړو زده کړو موسسې او انعکاس راډيو تلوېزيون ترمنځ د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو

التقوی د لوړو زده کړو موسسې او انعکاس راډيو تلوېزيون ترمنځ د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو

التقوی د لوړو زده کړو موسسې او انعکاس راډيو تلوېزيون ترمنځ د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو

التقوی د لوړو زده کړو موسسې او په ننګرهار کې د انعکاس راډيو تلوېزيون ترمنځ دګډې همکارۍ هوکړه ليک د دواړو ادارو د مسولينو له لورې د ياد تلوېزيون په اداره کې لاسليک شو.

ددې هوکړه ليک د لاسليک پرمهال د التقوی د لوړو زده کړو موسسې رييس ښاغلي عبدالطيف مل شينواري وويل د هوکړه ليک له لاسليک څخه يې موخه د علمي او رسنيزو پروګرامونو پياوړتيا، د التقوی د لوړو زده کړو موسسې د محصلينو او استادانو ظرفيت لوړونه او په يادو برخو کې د دواړو ادارو ګډه همکاري ده .

همدارنګه د انعکاس راډيو تلوېزيون رييس پوهنيار انجينير زلمي لطيفي د ياد هوکړه ليک پر لاسليک د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ ژمنه وکړه ، چې د انعکاس راډيو تلوېزيون اداره به د هوکړه ليک ټول مواد په ښه توګه په خپل وخت عملي کړي.

ديو ډاډمن راتلونکي پرلور

Leave a comment