التقوی د لوړو زده کړو موسسې او شايق رسنيز مرکز ترمنځ د ګډو همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو

التقوی د لوړو زده کړو موسسې او شايق رسنيز مرکز ترمنځ د ګډو همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو

التقوی د لوړو زده کړو موسسې او شايق رسنيز مرکز ترمنځ د ګډو همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو

دغه هوکړه ليک د ۱۳۹۹ ل کال د چنګاښ مياشتې په ۱۶مه التقوی د لوړو زده کړو موسسې او په ننګرهار کې د شرق راډيو تلوېزيون ترمنځ د دواړو ادارو د مسولينو له لورې په ياد تلوېزيون کې لاسليک شو.

ددې هوکړه ليک د لاسليک پرمهال د التقوی د لوړو زده کړو موسسې رييس ښاغلي عبدالطيف مل شينواري وويل د هوکړه ليک له لاسليک څخه يې موخه د علمي او رسنيزو پروګرامونو پياوړتيا، د التقوی د لوړو زده کړو موسسې د محصلينو او استادانو ظرفيت لوړونه او په يادو برخو کې د دواړو ادارو ګډه همکاري ده .

همدارنګه د شايق رسنيز مرکز سرپرست رييس محمد قيس بجي وويل، خوښ يو ، چې په ننګرهار ولايت کې د یوې داسې پیاوړې علمي ادارې سره د همکاريو هوکړه ليک لاسليک کوو، چې موخه يې ټولنې ته د غوره علمي او مسلکې کادرونو وړاندې کول دي.

ښاغلي قيس بجي ژمنه وکړه ، چې د خپل توان په اندازه به د التقوی د لوړو زده کړو موسسې سره په بېلا بېلو برخو کې همکاري وکړي

Leave a comment