يو ورځنی ورکشاپ د التقوی د لوړو زده کړو موسسې له خوا وړاند ې شو SPSS د

يو ورځنی ورکشاپ د التقوی د لوړو زده کړو موسسې له خوا وړاند ې شو SPSS د

 

 

 

 

!التقوی د علمي پروګرامونو د پياوړتيا پر لور

التقوی د لوړو زده کړو موسسه تل په دې هڅه کې ده ، چې د ټولنې د وګړو او په ځانګړې توګه د خپلو علمي کادرونو وړتياوې نورې هم لوړې کړي

، نو په همدې موخه يې دخپلو علمي کادرونو لپاره د SPSS يو ورځنی وکشاپ چې په نړيواله کچه د څېړنې د تحليل او ارزونې لپاره کارول کېږي وړاندې کړ

ياد ورکشاپ د التقوی د لوړو زده کړو موسسې د اقتصاد پوهنځي استاد دولت خان امرخېل له خوا وړاندې شو، چې ددې موسسې له رييس، علمي چارو، مالي او اداري چارو او محصلانو چارو مرستيالانو سربېره په کې ګڼ شمېر استادانو ګډون درلود.

استاد امرخېل د ورکشاپ وړاندې کولو پر مهال د spss سافټوير د پېژندنې سربېره په دې سافټوير کې د څېړنې د موادو دننه کولو او تحليل په اړه معلومات ورکړل او په دغه برخه کې يې عملي کار هم وکړ. التقوی د لوړو زده کړو موسسه د غوره علمي کادرونو په لرلو سره ژمنه ده ، چې په علمي او څېړنيزه برخه کې د نورو ادارو د غوښتنې پر بنسټ د هغوی کارکوونکوته هم دغسې علمي او تخنيکي ورکشاپونه وړاندې کړي

ديو ډاډمن راتلونکي پر لور

Leave a comment