Faculty of law and political sciences

لومړی ــ د پوهنځي تأسيس

د قانون حاکميت، سالمه او منظمه اداره د هرې ټولنې له اساسي اړتياوو څخه ګڼل کيږي. ددې اړتيا د بشپړولو لپاره بېلابېل واحدونه کار کوي. د هېواد د لوړو زده کړو د مؤسساتو په اډانه کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي، د قانون د حاکميت، سالمې ادارې او دې اهدافو ته د رسېدو په منظور د متخصصو، کارپوهو او مجربو کادرونو د رامنځ ته کولو په موخه ايجاد شوي دي.

 التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې په چوکاټ کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د دې مؤسسې له تاسيس سره يو ځای په ۱۳۹۰هجري لمريز کال کې رامنځ ته شوی دی چې لومړۍ دوره محصلين يې په ۱۳۹۱ هجري لمريز کال کې جذب کړي دي بناءً دې پوهنځي عملاً په ۱۳۹۱ هجري لمريز کال کې خپل فعاليتونه پيل کړي دي او تر دا مهاله په ښه کيفيت سره روان دي، ترڅو د ټولنې د اړتيا سره سم ورزيده، متخصص او کاري کادرونه د هېواد  سياسي، اداري، حقوقي، عدلي او قضايي اورګانونو کې د کار کولو په موخه وړاندې کړي. د يادونې وړ ده چې نوموړي پوهنځي تر دا مهاله په مجموعي توګه د ۵۷ انجونو په ګډون ۷۴۷ تنه فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي او د ۲۹۵۵ تنو په حدودو کې محصلين په کې په زده کړو بوخت دي چې د تدريس چارې يې د ۳۵ تنو دايمي او ۲۰ تنو قراردادي استادانو لخوا پرمخ وړل کېږي. بايد ووايو چې له ماسترۍ سويې څخه په ټيټه کچه استادان شتون نه لري.

دويم ــ د پوهنځي لرليد، ماموريت او اهداف

حقوقو او سياسي علومو پوهنځی ځانګړی لرليد، ماموريت او اهداف لري چې په لاندې ټکو کې ورته اشاره کوو.

۱) لرليد (Vision)

حقوقو او سياسي علومو پوهنځی هيله لري چې د غوره تيوريکي او عملي تدريس، علمي څېړنو او نورو اکاډميکو خدماتو په وړاندې کولو سره په عدلي، قضايي، حقوقي، سياسي او اداري برخو کې علمي او کاري کادرونه وروزي، ترڅو په نږدې راتلونکي کې د هېواد او سيمې په کچه د يو فعال او باوري اکاډميک بنسټ په توګه وپېژندل شي.

۲) ماموريت (Mission)

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی ژمن دی چې د هېواد بچيانو ته غوره، مناسب او معياري تحصيلي چاپېريال او سهولتونه رامنځته کړي، ترڅو د خپلې خوښې وړ تحصيلي او تخصصي رشتو کې زده کړې بشپړې او د هېواد، سيمې او نړۍ د مختلفو برخو په بيارغوونه او انکشاف کې رغنده رول ولوبوي. همدارنګه  پوهنځی هوډ لري چې د شته ستونزو د حل او د نويو پرمختګونو په اړه څېړنې وکړي، ترڅو د غوره علمي چاپېريال په برابرولو سره، خپل تدريسي، علمي او تحصيلي رسالت په ښه شکل ترسره کړي.

۳) اهداف

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د لاندې اهدافو د ترلاسه کولو په موخه تشکيل شوی او په همدې بناء فعاليت کوي:

  • پر اسلامي، ملي او نړيوالو معيارونو برابر، په سياسي، اداري، حقوقي او قضايي برخو کې د علمي کادرونو روزل او ټولنې ته وړاندې کول؛
  • په سياسي، اداري، حقوقي، قضايي، مدني، تجارتي، جزايي او شخصيه احوالو برخو کې د تحصيلاتو زمينه برابرول؛
  • له شرعي او وضعي قوانينو سره د خلکو اشنا کول؛
  • د اسلامي، ملي او نړيوالو معيارونو سره سم ټولنې ته په اړوندو برخو کې د خدمتونو وړاندې کول؛
  • د سياسي، اداري، حقوقي، قضايي او عدلي ارګانونولپاره د پياوړو کادرونو روزل او وړاندې کول؛
  • د هېواد له سياسي، اداري، حقوقي، قضايي او عدلي مفاهيمو او ځانګړتياوو سره اشنايي؛
  • د بېلابېلو سياسي، اداري، مدني، جزايي او تجارتي موضوعاتو څېړل او تحليلول؛
  • د سياسي، اداري او حقوقي علومو د پلي کولو وړتيا رامنځ ته کول؛
  • د اسلامي او ملي ارزښتونو په نظر کې نيولو سره په نړيوالو اصولو برابر درسي کريکولم برابرول او تعقيبول؛
  • د حق پېژندل او د قانون په چوکاټ کې د خپلو او نورو خلکو د حقوقو د غوښتنې وړتيا ته وده ورکول او ملاتړ يې کول؛
  • په سياسي او حقوقي برخو کې د محصلينو د نوښت، ليکنې، څېړنې او تحليل وړتيا ته وده ورکول.
  • په سياسي، اداري، حقوقي او قضايي برخو کې علمي څېړنې ترسره کول او ورته وده ورکول.
درېيم ــ  د شموليت شرايط

د لوړو زده کړو وزارت د اصولو سره سم، د لوړو زده کړو ټولو دولتي او نادولتي پوهنتومؤسسو ته شموليت د کانکور له لارې صورت نيسي.

د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته هم شموليت د کانکور د ازموينې له لارې صورت نيسي. د کانکور په ازموينه کې د ګډون لپاره لاندې شرايط وضع شوي دي:

  • د تابعيت تذکره درلودل.
  • د مؤسسې ادارې ته څلور قطعې عکسونه وړاندې کول.
  • د دولسم ټولګي شهادت نامه او د لېسې دورې د درې کلنو نومرو وړاندې کول چې د پوهنې له وزارت څخه يې تائيد ترلاسه شوی وي.
  • د کانکور په ازموينه کې د ياد پوهنځي د يوې څانګې انتخابول.
  • د کانکور په ازموينه کې د برياليتوب نومرې ترلاسه کول.
څلورم ــ د فيسونو اندازه او اسانتياوې

څرنګه چې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د خپلو امورو د پر مخ بيولو لپاره لازمو مالي امکاناتو ته اړتيا لري او دغه اړتياوې د محصلينو د فيسونو پرمټ بسيا کېدای شي. په همدې موخه ياد پوهنځی خپلو محصلينو ته د ټاکلي فيس په مقابل کې اکاډميک خدمات وړاندې کوي. فيسونه د وخت او دورې په تغير سره تغير کوي.

همدارنګه د محصلينو د علمي سويې د ارتقاء او علمي منابعو ته د لاس رسۍ په موخه په پوهنځي لاندې اسانتياوې شتون لري:

  • وړيا Wi-Fi لرونکی انټرنيټ.
  • مجهز کتابتون.
  • د عملي زده کړو په موخه له بېلابېلو دولتي او نادولتي ادارو سره د انترنشيپ تفاهمنامې.
  • د عملي زده  کړو په موخه حقوقي کلينک.
  • تطبيقات.
  • ښځينه محصلينو لپاره ټرانسپورټ.
  • پر LED سنبال درسي خونې.
پنځم ــ د زده کړې موده او وختونه

د زده کړې مودې او درسي وختونو ته په لاندې ټکو اشاره کوو:

۱) د زده کړې موده

د کريډيت لايحې له احکامو سره سم د حقوقو او سياسي علومو  په پوهنځي کې د تحصيل موده په اوسط ډول څلور تحصيلي کاله ده چې په ټول هېواد کې د لېسانس دورې لپاره همدا څلور کاله اوسط حد ټاکل شوی دی.

د لېسانس د تحصيل ټوله دوره په  ۸ سمسترونو کې پای ته رسيږي.

هر تحصيلي سمستر  ۱۶ درسي اونۍ درسي بهير او حد اکثر درې اونۍ ازموينې په بر کې نيسي، بناءً يو  تحصيلي سمستر زيات نه زيات په  ۱۹ درسي اونيو کې پای ته رسيږي.

پر دې سربېره د ستونزو د موجوديت په صورت کې لېسانس دوره تر ۲ نورو کلونو هم غځېدلی شي يعنې د لېسانس ټوله دوره بايد حد اکثر په شپږو کلونو کې پای ته ورسيږي، که څوک په دې موده کې د لېسانس د سند په ترلاسه کولو بريالی نه شي له پوهنځي څخه په دايمي ډول اخراجيږي.

لومړي دوه کلونه محصلين په عمومي ډول زده کړې کوي او وروستي دوه کلونه تخصصي دي چې محصلين د خپل ذوق مطابق په يوه رشته کې زده کړې کوي.

۲) د درسي بهير وختونه

د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي درسي وختونه په دوه دورو وېشل شوي دي چې يوه يې سهارنۍ او بله يې ماښامنۍ دوره ده، خو د غوره درسي کيفيت په درلودلو سره د مراجعينو په شمېر کې ورځ تر بلې زياتوالی رامنځته کېږي، په همدې بناء د پوهنځي د ادارې په غوښتنه او د يادې مؤسسې د رهبرۍ په مشوره نوموړې دوه دورې د ورځې په جريان کې په څلورو مختلفو وختونو کې تنظيم شوي دي چې په لاندې ډول دي:

الف) سهارنۍ دوره

معمولاً د سهارنۍ دورې درسي وخت په (8:00AM-11:11:00AM) کې تنظيم شوی، خو د دې دورې د محصلينو د شمېر زياتوالي ته په کتو سره، يو شمېر صنفونه په (6:00AM-9:00AM) کې هم تنظيم شوي دي.

ب) ماښامنۍ دوره

 د ماښامنۍ دورې محصلينو درسي وخت په (4:00PM-7:00PM) کې تنظيم شوی دی، ولې داچې د محصلينو شمېر يې زيات دی، په همدې خاطر ځيني صنفونه په (1:00PM-4:00PM) کې هم تظيم شوي دي.

بايد يادونه وشي چې د کريډيټونو شمېر ته په کتو سره دا ساعتونه کله کله بدلون مومي او اضافه کېدای شي.

شپږم ــ د زده کړې سيستم او ددې سيستم عمومي اصول

د حقوقو او سياسي علومو  په پوهنځي کې زده کړه د کريډټ سيستم مطابق ترسره کيږي.

نوموړی سيستم د لوړو زده کړو په بهير کې يو نوی او پرمختللی سيستم دی چې  هدف يې محصل ته د تحصيل په بهير کې د پراخو امکاناتو برابرول او د تدريس پخوانی سيستم له منځه وړل دي، په دې سيستم کې محصل د يو کتاب د مطالعې پر ځای د اضافه مطالعې پر لور هڅول کيږي او د لکچر د ارايې پر ځای د تدريس له عصري او نويو ميتودونو څخه کار اخيستل کيږي.

کريډت يو درسي واحد دی چې له مخې يې په ټوله تحصيلي دوره کې د هر مضمون برخه ټاکل کيږي. يو کريډټ له ۱۶ درسي ساعتونو سره برابر دی چې هر درسي ساعت ۵۰ دقيقې وخت په بر کې نيسي.

ددې سيستم له مخې د هر سمستر په نهايي ازموينو کې د ګډون لپاره (۷۵) فيصده حاضري يو لازمي امر دی. ددې سيستم په درسي نصاب کې مضامين پر څلورو کتګوريو وېشل شوي دي چې عبارت دي له: (۱- اساسي مضامين ۲- تخصصي مضامين ۳- پوهنتون شموله مضامين ۴- اختياري مضامين)

په هر سمستر کې د محصل درسي مکلفيت د (۱۷ – ۲۱) کريډيټونو ترمنځ وي.

محصل هغه وخت بل سمستر ته ارتقاء کولی شي چې د سمستر نيمايي کريډيټونه تکميل کړي. که يو محصل له نيمايي نه په زياتو کريډيټونو کې ناکام، محروم يا غايب شي د ټول سمستر ناکام ګڼل کيږي. دوه ځلې په عين سمستر کې له نيمايي نه په زياتو کريډيټونو کې ناکامي د محصل د دايمي اخراج سبب ګرځي.

د مضمون د کاميابۍ لپاره د (۵۵) نومرو ترلاسه کول اړين شرط دی، ددې تر څنګ په هر سمستر کې د (۶۰) فيصده عمومي اوسط ترلاسه کول هم ضروري دي. په لومړي ځل د عمومي اوسط نه پوره کول د اخطار سبب ګرځي او که دويم ځل په ورپسې سمستر کې بيا هم پورتنی اوسط تکميل نه شي د محصل د اخراج سبب ګرځي.

په دويم چانس کې له يو نه په زياتو مضامينو کې ناکامي د ټول سمستر د ناکامۍ سبب ګرځي او په درېيم چانس کې ناکامي په دايمي ډول د پوهنځي څخه د اخراج سبب ګرځي په دې شرط چې ناکامي په اختياري او پوهنتون شموله مضامينو کې نه وي.

اووم ــ د انټرنشيپ، ستاژ او علمي سيرونو څرنګوالی

همدارنګه بايد يادونه وشي چې خوشبختانه التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې د مختلفو عدلي، قضايي، سياسي، اداري او نورو اړوندو اداري واحدونو سره د محصلينو د عملي زده کړو او انټرنشيپ په تړاو تفاهمنامې لاسليک کړي دي چې په دې برخه کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په ځانګړي توګه د ادارې او ديپلوماسۍ څانګې محصلين ورته معرفي کېږي. د مختلفو علمي  او اکاډميکو څېړنو په موخه د علمي سفرونو لړۍ هم پيل شوې ده چې د استادانو په ګډون ګڼ شمېر محصلين ترې استفاده کولای شي.

اتم ــ نظم او ډسپلين

د پوهنځي ټول محصلين بايد د لاندېنيو ټکو عملي کولو ته ژمن و اوسي:

۱) د اسلام د مقدس دين ټولو اساساتو ته پابندي او درناوی کول. ۲) د هېواد د اساسي قانون او نورو قوانينو رعايتول. ۳) د لوړو زده کړو وزارت ټولو لوايحو، مقرراتو، مصوبو او پرېکړو منل. ۴) د التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري هیئت، استادانو او ټولو منصوبينو احترام کول. ۵) د بيان ازادۍ ټول منل شوي نورمونه په نظر کې نيول. ۶) ټولو محصلينو ته متقابل احترام او خپلو ټولګيوالو سره متقابلې نېکې اړيکې درلودل. ۷) په درسي ټولګيو او د مؤسسې په داخل کې د نظم او ډسپلين اصول رعايتول. ۸) د مؤسسې د ادارې سره په نظافت او پاکۍ کې لازمه همکاري کول. ۹) د هر ډول بشري ضد او تخريبي اعمالو څخه په کلکه ډډه کول. ۱۰) د هر ډول نشه يي توکو د کارولو او راوړلو څخه په کلکه ډډه کول. ۱۱) داسې لباسونه چې د افغاني کلتور سره په مغايرت کې دي نه اغوستل. ۱۲) د مؤسسې په داخل کې د سينګار توکو نه کارول. ۱۳) په رسمي اوقاتو کې د مؤسسې په انګړ کې پرته له اړتيا ګرځېدو څخه په کلکه ډډه کول. ۱۴) د مؤسسې په داخل کې د هر ډول سياسي او ګوندي فعاليتونو څخه ډډه کول. ۱۵) د هر ډول بې نظمۍ، ګډوډۍ او سخت برخورد څخه د مؤسسې په داخل کې ځان ساتل. ۱۶) د مؤسسې د اړوندو وسايلو او لوازمو ساتنه کول. ۱۷) د مؤسسې په سرسبزۍ او ښېرازۍ کې د ادارې سره هراړخيزه مرسته کول. ۱۸) په نظامي درېشۍ او لباس کې مؤسسې ته نه داخلېدل. ۱۹) مؤسسې ته د هېڅ ډول وسلې نه راوړل. ۲۰) په ټاکلي وخت فيسونه تصفيه کول. ۲۱) په ټولګي کې موبايل او نور غږيز وسايل بند ساتل. ۲۲) په ټاکلي وخت درس ته حاضرېدل (که ۱۶ دقيقې ناوخته راغی ټولګي ته نه پرېښودل کېږي). ۲۳) د تفريح وخت کې د نورو د درسي بهير مزاحمت نه کول. ۲۴) خپله اړونده موضوع اړوندو څانګو ته وړاندې کول (سلسله مراتب رعايتول).

نهم ــ ازموينې او د محصلینو د ارزیابۍ طریقې

محصل هغه وخت بل سمستر ته ارتقاء کولای شي چې د سمستر نيمايي کريډيټونه تکميل کړي. که چېرې يو محصل له نيمايي نه په زياتو کرېډېټونو کې ناکام، محروم يا غايب شي، په دې صورت کې د ټول سمستر ناکام ګڼل کېږي. په عين سمستر کې له نيمايي نه په زياتو کرېډېټونو کې دوه ځلي ناکامېدل، د محصل د دايمي اخراج سبب ګرځي. د مضمون د کاميابۍ لپاره د (۵۵) نمرو ترلاسه کول اړين شرط دی، د دې ترڅنګ په هر سمستر کې د (۶۰) فيصده عمومي اوسط ترلاسه کول هم ضروري دي. په لومړي ځل د عمومي اوسط نه پوره کول د اخطار سبب ګرځي او که دويم ځل په ورپسې سمستر کې بيا هم پورتنی اوسط تکميل نه شي، د محصل د اخراج سبب ګرځي. په دويم چانس کې له يو نه په زياتو مضامينو کې ناکامي، د ټول سمستر د ناکامۍ سبب ګرځي او په درېيم چانس کې ناکامي په دايمي ډول د پوهنځي څخه د اخراج سبب ګرځي، خو په دې شرط چې ناکامي په اختياري او پوهنتون شموله مضامينو کې نه وي. په ټولیزه توګه په يوه سمستر کې د یو محصل ارزیابي په لاندې توګه ترسره کېږي:

ګڼهد ارزونې برخېد نمرو وېش
۱د سمستر منځنۍ ازموينه۲۰ نمرې
۲کورنۍ دندې/ د ټولګي فعاليتونه۱۰ نمرې
۳حاضري/ اخلاق۱۰ نمرې
۴د سمستر وروستۍ ازموينه۶۰ نمرې
ټولې نمرې۱۰۰ نمرې
لسم ــ د پوهنځي ډيپارټمنټونه او څانګې

په رسمي ډول، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په خپل ترکيب کې لا تر اوسه پورې کوم ډيپارټمنټ نه لري، ولې د تأسيس له ورځې راپدېخوا په دې هڅه کې دی چې د لوړو زده کړو محترم وزارت څخه په رسمي ډول د پنځه ډيپارټمنټونو (۱ـ د خصوصي حقوقو ډيپارټمنټ ۲ـ د عامه حقوقو ډيپارټمنټ ۳ـ د جزا حقوقو او جنايي علومو ډيپارټمنټ ۴ــ د نړيوالو اړيکو ډيپارټمنټ او ۵ ـ د بشري حقوقو ډيپارټمنټ) د ايجاد امر ترلاسه او رامنځته يې کړي، خو دا چې په ټول هېواد کې د نويو ډيپارټمنټونو د ايجاد پروسه ډېره بطي ده، ځکه نو په دې برخه کې کار جريان لري. ولې د دې باوجود، ياد پوهنځی خوشبختانه د فراغت دوه څانګې لري چې يوه يې د قضاء او څارنوالۍ څانګه ده او بله هغه يې د ادارې او ډيپلوماسۍ څانګه ده چې لنډه توګه يې معرفي کوو:

۱)  قضاء او څارنوالۍ څانګه

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په اډانه کې، د فراغت له دوو څانګو څخه يوه هم  د قضاء او څارنوالۍ څانګه ده چې د تأسيس له نېټې راپدېخوا يې په فعاليت پيل کړی او د هېواد د عدلي او قضايي ارګانونو د بشري ځواک د اکتفاء لپاره د سالمو او په کار پوه اخشاصو په روزنه بوخته ده.

د قضاء او څارنوالۍ څانګه د دې مؤسسې او پوهنځي له تأسيس سره يو ځای په ۱۳۹۰هجري لمريز کال کې رامنځ ته شوې ده چې په ۱۳۹۳ لمريز کال په خپله خوښه دغې څانګې ته لومړۍ دوره محصلين جذب شول، ترڅو د ټولنې  د اړتياوو سره سم، ورزيده، متخصص او کاري کادرونه د هېواد حقوقي، عدلي او قضايي ارګانونو کې د کار کولو په موخه وړاندې کړي.

الف) د قضاء او څارنوالۍ څانګې اهداف

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي قضاء او څارنوالۍ څانګه د لاندې اهدافو د ترلاسه کولو په موخه اکاډميک فعاليتونه ترسره کوي:

  • له عدلي او قضايي موضوعاتو سره د محصلينو اشنا کول؛
  • د دعوې د اقامه کولو، دفاع او د دعوې پورې اړوندو قواعدو زده کول؛
  • له جرايمو او مجرمينو سره د پر وخت مبارزې په موخه د مسلکي کادرونو روزل؛
  • د دفاع وکالت د مهارتونو زده کول؛
  • دولتي او غير دولتي، ملي او نړيوالو ارګانونو ته د حقوقي مشورو د ورکولو زده کول؛
  • د قضايي سلوک، رويې او مهارتونو ترلاسه کول؛
  • د روزل شوو مسلکي کادرونو په مرسته په ټولنه کې د قانون حاکميت پلي کول او په نهايت کې د واقعي عدالت تأمينول؛
ب) د قضاء او څارنوالۍ څانګې د مضامينو کتګوري او فيصدي

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ څانګې مضامين په لاندې ډول کتګوري شوي او د هرې کتګورۍ مضامينو فيصدي يې په جلا جلا توګه واضح شوي دي.

د قضاء او څارنوالۍ څانګې د مضامينو کتګوري د فيصدۍ له مخې
ګڼهد مضمون نوعيتد کرېډېټونو شمېرفيصدي
۱تخصصي مضامين76  کرېډېټه50  %
۲اساسي مضامين48 کرېډېټه31.578947368 %
۳پوهنتونشموله مضامین16 کرېډېټه10.526315789 %
۴اختیاري مضامین12 ګریډیټه7.8947368421 %
د ټولو کرېډېټونو  شمېر152 کرېډېټه100 %

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په قضاء او څارنوالۍ څانګه کې په مجموعي ډول (۱۵۲)کرېډېټه د (۶۶) مضامينو په لمن کې رانغاړل شوي دي او په نظري او عملي ډول تدريسېږي.

د قضاء او څارنوالۍ څانګې د مضامينو لړليک

کتنېنظريعمليد کرېډېټونو شمېراړوند ډيپارټمنټد مضمون نوعيتد مضمون کود نمرد مضمون نومګڼه
لومړی سمستر/ عمومي څانګه
   3 اساسيLA101مبادي حقوق (۱)۱
   2 اساسيLA102د نړۍ سياسي تاريخ۲
   3 اساسيLA103نړيوال سازمانونه۳
   3 اساسيLA104د اسلامي حقوقو اساسات۴
   3 پوهنتونشمولLA105انګلېسي ژبه (۱)۵
   1 پوهنتونشمولLA106اسلامي ثقافت۶
   2 اختياريLA107کمپيوټر۷
    LA108رسنيو حقوق۸
   17په لومړي سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه
دويم سمستر/ عمومي څانګه
   3 اساسيLA209مبادي حقوق (۲)۱
   3 اساسيLA210سياستپوهنه۲
   3 اساسيLA211د سياسي افکارو تاريخ۳
   2 پوهنتونشمولLA212د AF معاصر تاريخ۴
   3 پوهنتونشمولLA213انګلېسي ژبه (۲)۵
   1 پوهنتونشمولLA214اسلامي ثقافت۶
   2 اختياريLA215د چاپېريال ساتنې حقوق۷
    LA216مبادي اقتصاد۸
   17په دويم  سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه
کتنېنظريعمليد کرېډېټونو شمېراړوند ډيپارټمنټد مضمون نوعيتد مضمون کود نمرد مضمون نومګڼه
درېيم سمستر/ عمومي څانګه
   3 اساسيLA317د جزا عمومي حقوق (۱)۱
   3 اساسيLA318معاصر حقوقي سيستمونه۲
   4 اساسيLA319د وجايبو حقوق۳
   4 اساسيLA320د اسلام جزايي حقوق۴
   1 پوهنتونشمولLA321اسلامي ثقافت (۳)۵
   2 اختياريLA322حقوقي ترمينولوژي۶
    LA323د بيمې حقوق۷
   17په درېيم سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه
څلورم سمستر/ عمومي څانګه
   3 اساسيLA424د جزا عمومي حقوق (۲)۱
   4 اساسيLA425مالي حقوق۲
   3 اساسيLA426د کار حقوق۳
   4 اساسيLA427عمومي اساسي حقوق۴
   1 پوهنتونشمولLA428اسلامي ثقافت (۴)۵
   2 اختياريLA429حقوقي تحريرات او اداري مکاتبات۶
    LA430تعاملي حقوق۷
   17په څلورم سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه
     
کتنېنظريعمليد کرېډېټونو شمېراړوند ډيپارټمنټد مضمون نوعيتد مضمون کود نمرد مضمون نومګڼه
پنځم سمستر/ قضاء او څارنوالۍ څانګه
   4 تخصصيLA531اختصاصي د جزا حقوق۱
   4 تخصصيLA532کريمنولوژي۲
   4 تخصصيLA533فاميل حقوق۳
   4 تخصصيLA534نړيوال عمومي حقوق۴
   3 تخصصيLA535د فقهې اصول۵
   1 پوهنتونشمولLA536اسلامي ثقافت (۵)۶
   1 اختياريLA537محلي اداره۷
    LA538د معنوي مالکيت حقوق۸
   21په پنځم سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه
شپږم سمستر/ قضاء او څارنوالۍ څانګه
   4 تخصصيLA639کريمينالستيک۱
   4 تخصصيLA640تجارت حقوق۲
   3 تخصصيLA641د اساسي قانون تحليل۳
   3 تخصصيLA642د جزا حقوقو تاريخ۴
   2 تخصصيLA643فقهي قواعد۵
   3 تخصصيLA644د نړيوالو معاهداتو حقوق۶
   1 پوهنتونشمولLA645اسلامي ثقافت (۶)۷
   1 اختياريLA646د معاملاتو حقوق۸
    LA647بشر حقوق 
   21په شپږم سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه
کتنېنظريعمليد کرېډېټونو شمېراړوند ډيپارټمنټد مضمون نوعيتد مضمون کود نمرد مضمون نومګڼه
اووم سمستر/ قضاء او څارنوالۍ څانګه
   4 تخصصيLA748نړيوال جزايي حقوق۱
   4 تخصصيLA749عيني حقوق۲
   3 تخصصيLA750د جزايي محاکمو اصول۳
   3 تخصصيLA751جزا پېژندنه۴
   3 تخصصيLA752اداري حقوق۵
   2 تخصصيLA753جزايي مسؤلت 
   1 پوهنتونشمولLA754اسلامي ثقافت (۷)۶
   1 اختياريLA755د څېړنې تګلاره۷
    LA756د قانونګذارۍ اصول۸
   21په اووم سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه
اتم سمستر/ قضاء اوڅارنوالۍ څانګه
   2 تخصصيLA857د تجارتي منازعاتو حل۱
   2 تخصصيLA858د مدني محاکمو اصول۲
   2 تخصصيLA859دفاع وکالت۳
   3 تخصصيLA860نړيوال خصوصي حقوق۴
   3 تخصصيLA861د ميراث حقوق۵
   3 تخصصيLA862حقوقي کلينيک۶
   4 تخصصيLA863مونوګراف۷
   1 پوهنتونشمولLA864اسلامي ثقافت (۸)۸
   1 اختياريLA865عدلي طب۹
    LA866د بانګدارۍ حقوق۱۰
   21په اتم سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه
۲) اداره او ديپلوماسۍ څانګه

د ادارې او ديپلوماسۍ څانګه چې د تأسيس له نېټې راپدېخوا يې په فعاليت پيل کړی او د هېواد د سياسي او اداري نهادونو د بشري ځواک د اکتفاء لپاره د سالمو او په کار پوه اخشاصو په روزنه بوخته ده.

د ادارې او ديپلوماسۍ څانګه هم د دې مؤسسې او پوهنځي له تأسيس سره يو ځای په ۱۳۹۰هجري لمريز کال کې رامنځ ته شوې ده چې په ۱۳۹۳ لمريز کال په خپله خوښه دغې څانګې ته لومړۍ دوره محصلين جذب شول، ترڅو د ټولنې  د اړتياوو سره سم، ورزيده، متخصص او کاري کادرونه د هېواد په سياسي او اداري نهادونو کې د کار کولو په موخه وړاندې کړي.

الف) د ادارې او ديپلوماسۍ څانګې اهداف

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي اداره او ديپلوماسۍ څانګه د لاندې اهدافو د ترلاسه کولو په موخه اکاډميک فعاليتونه ترسره کوي:

  • د هېواد د سياسي نهادونو د اداره کولو لپاره پر اسلامي او ملي روحيه سنبال کادرونه روزل؛
  • د هېواد د اداري نهادونو د اداره کولو لپاره پر اسلامي او ملي روحيه سنبال کادرونه روزل؛
  • په نړيوال سياسي، ديپلوماتيکي او قونسلي ډګر کې د کار کولو په موخه د کادرونو روزل؛
  • په سياسي او اداري برخو کې د ماهرو او مسلکي فارغانو په ورکولو سره د هېواد د سياسي او اداري نهادونو تقويه او ملاتړ کول؛
  • له سياسي، اداري او ديپلوماتيکي ادابو او نورو اړوندو موضوعاتو سره د محصلينو اشنا کول؛
ب) د ادارې او ديپلوماسۍ څانګې د مضامينو کتګوري او فيصدي

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د ادارې او ديپلوماسۍ څانګې مضامين په لاندې ډول کتګوري شوي او د هرې کتګورۍ مضامينو فيصدي يې په جلا جلا توګه واضح شوي دي.

د ادارې او ديپلوماسۍ څانګې د مضامينو کتګوري د فيصدۍ له مخې
ګڼهد مضمون نوعيتد کرېډېټونو شمېرفيصدي
۱تخصصي مضامين76  کرېډېټه50  %
۲اساسي مضامين48 کرېډېټه31.578947368 %
۳پوهنتونشموله مضامین16 کرېډېټه10.526315789 %
۴اختیاري مضامین12 ګریډیټه7.8947368421 %
د ټولو کرېډېټونو  شمېر152 کرېډېټه100 %

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په ادارې او ديپلوماسۍ څانګه کې په مجموعي ډول (۱۵۲)کرېډېټه د (۶۴) مضامينو په لمن کې رانغاړل شوي دي او په نظري او عملي ډول تدريسېږي.

د ادارې او ديپلوماسۍ څانګې د مضامينو لړليک

کتنېنظريعمليد کرېډېټونو شمېراړوند ډيپارټمنټد مضمون نوعيتد مضمون کود نمرد مضمون نومګڼه
لومړی سمستر/ عمومي څانګه
   3 اساسيLA101مبادي حقوق (۱)۱
   2 اساسيLA102د نړۍ سياسي تاريخ۲
   3 اساسيLA103نړيوال سازمانونه۳
   3 اساسيLA104د اسلامي حقوقو اساسات۴
   3 پوهنتونشمولLA105انګلېسي ژبه (۱)۵
   1 پوهنتونشمولLA106اسلامي ثقافت۶
   2 اختياريLA107کمپيوټر۷
    LA108رسنيو حقوق۸
   17په لومړي سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه
دويم سمستر/ عمومي څانګه
   3 اساسيLA209مبادي حقوق (۲)۱
   3 اساسيLA210سياستپوهنه۲
   3 اساسيLA211د سياسي افکارو تاريخ۳
   2 پوهنتونشمولLA212د AF معاصر تاريخ۴
   3 پوهنتونشمولLA213انګلېسي ژبه (۲)۵
   1 پوهنتونشمولLA214اسلامي ثقافت۶
   2 اختياريLA215د چاپېريال ساتنې حقوق۷
    LA216مبادي اقتصاد۸
   17په دويم  سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه
کتنېنظريعمليد کرېډېټونو شمېراړوند ډيپارټمنټد مضمون نوعيتد مضمون کود نمرد مضمون نومګڼه
درېيم سمستر/ عمومي څانګه
   3 اساسيLA317د جزا عمومي حقوق (۱)۱
   3 اساسيLA318معاصر حقوقي سيستمونه۲
   4 اساسيLA319د وجايبو حقوق۳
   4 اساسيLA320د اسلام جزايي حقوق۴
   1 پوهنتونشمولLA321اسلامي ثقافت (۳)۵
   2 اختياريLA322حقوقي ترمينولوژي۶
    LA323د بيمې حقوق۷
   17په درېيم سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه
څلورم سمستر/ عمومي څانګه
   3 اساسيLA424د جزا عمومي حقوق (۲)۱
   4 اساسيLA425مالي حقوق۲
   3 اساسيLA426د کار حقوق۳
   4 اساسيLA427عمومي اساسي حقوق۴
   1 پوهنتونشمولLA428اسلامي ثقافت (۴)۵
   2 اختياريLA429حقوقي تحريرات او اداري مکاتبات۶
    LA430تعاملي حقوق۷
   17په څلورم سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه
     
کتنېنظريعمليد کرېډېټونو شمېراړوند ډيپارټمنټد مضمون نوعيتد مضمون کود نمرد مضمون نومګڼه
پنځم سمستر/ ادارې او ديپلوماسۍ څانګه
   4 تخصصيLA534نړيوال عمومي حقوق۱
   4 تخصصيLA567اداره او مديريت۲
   3 تخصصيLA568د ديپلوماسۍ تاريخ۳
   4 تخصصيLA569د اسلام سياسي نظام۴
   4 تخصصيLA570نړيوال سياستونه۵
   1 پوهنتونشمولLA536اسلامي ثقافت (۵)۶
   1 اختياريLA537محلي اداره۷
    LA571سياسي جغرافيه۸
   21په پنځم سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه
شپږم سمستر/ ادارې او ديپلوماسۍ څانګه
   3 تخصصيLA672د نړيوالو اړيکو تاريخ۱
   2 تخصصيLA673د AF د بهرنيو اړيکو تاريخ۲
   4 تخصصيLA641د اساسي قانون تحليل۳
   3 تخصصيLA647بشر حقوق۴
   4 تخصصيLA674اساسي مقايسوي حقوق۵
   3 تخصصيLA644د نړيوالو معاهداتو حقوق۶
   1 پوهنتونشمولLA645اسلامي ثقافت (۶)۷
   1 اختياريLA675سياسي او اداري اصطلاحات۸
    LA676د نړيوالو شخړو حل۹
   21په شپږم سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه
کتنېنظريعمليد کرېډېټونو شمېراړوند ډيپارټمنټد مضمون نوعيتد مضمون کود نمرد مضمون نومګڼه
اووم سمستر/ ادارې او ديپلوماسۍ څانګه
   4 تخصصيLA748نړيوال جزايي حقوق۱
   4 تخصصيLA777نړيوال تجارت حقوق۲
   4 تخصصيLA778د اداري اجرااتو اصول۳
   4 تخصصيLA779نړيوال امنيت۴
   3 تخصصيLA752اداري حقوق۵
   1 پوهنتونشمولLA754اسلامي ثقافت (۷)۶
   1 اختياريLA755د څېړنې تګلاره۷
    LA780بشري منابعو مديريت۸
   21په اووم سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه
اتم سمستر/ ادارې او ديپلوماسۍ څانګه
   3 تخصصيLA881نړيوالو اړيکو اصول۱
   4 تخصصيLA882ديپلوماتيک او قونسلي حقوق۲
   3 تخصصيLA883نړيول دفاعي تړونونه۳
   3 تخصصيLA860نړيوال خصوصي حقوق۴
   2 تخصصيLA884سياسي او اداري کلينيک۵
   4 تخصصيLA863مونوګراف۶
   1 پوهنتونشمولLA864اسلامي ثقافت (۸)۷
   1 اختياريLA885نړيوال بحري او فضايي حقوق۸
    LA886د نړۍ سياسي مسايل۹
   21په اتم سمستر کې د کرېډېټونو مجموعه

د يادونې وړ ده چې د لومړي سمستر څخه تر څلورم سمستره پورې په عمومي ډول دواړه څانګې يو ډول درسي مضامين او مفردات لري، ولې له پنځم سمستر څخه تر اتم سمستره پورې چې تخصصي بڼه لري، هره څانګه جلا جلا مضامين او مفردات تعقيبوي او ضمناً بايد يادونه وشي چې د څانګو وېش د درېيم تحصيلي کال په پيل کې صورت نيسي چې د پلان له مخې په يو وخت کې دواړه څانګې نه تشکيليږي بلکې په يو وخت کې يواځې يوه څانګه تشکيلېدای شي.