دا موسسه د محصلونو د کلبونو او نورو ټولنو د غونډو لپاره مجهز تالار لري.
همداراز موسسه په ښایسته توګه ډیزاین شوی جومات لري چې ۲۴ ساعته د لمونځ کوونکو پرمخ پرانیستی دی.
التقوی د لوړو زده کړو موسسه د استادانو، محصلینو، او مراجعینو د نقلیه وسایطو د پارک کولو لپاره مناسب او پراخ پارکنګ هم لري.
دا موسسه یو مجهز برېښنايي کتابتون لري، چې د ټولو څانګو کتابونه او د مطالعې لپاره وړ چاپيريال هم لري.
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د محصلینو لپاره حقوقي کلینیک هم تاسیس شوی دی، چې کولای شي خپل عملي کارونه پکې ترسره کړي.
د محصلینو لپاره د چټک انټرنټ اسانتيا هم برابره شوې ده، چې کولای شي د زده کړې په موخه ورڅخه ګټه پورته کړي.
التقوی د لوړو زده کړو موسسې له بېلابېلو نړیوالو پوهنتونو سره هوکړه لیکونه لاس ليک کړي، چې په هغه کې د محصلینو تر منځ د معلوماتو د شریکولو پروګرامونه او ګډ څېړنیز فعالیتونه شامل دي.
د استادانو او محصلینو لپاره د روغتيايي خوړو او غذايي موادو د برابرولو لپاره کفیتریا هم شتون لري.
د ټرانسپورت اسانتياهم د سهار او هم د ماښام دورې د ښځینه محصلینو لپاره برابره شوې ده.