English Pashto
0

التقوی خصوصي لېسې زده کوونکو التقوی د لوړو زده کړو موسسې څخه ليدنه وکړه

په جلال اباد ښار کې د التقوی خصوصي لېسې د دولسمو ټولګيو يو شمېر زده کوونکو د يو علمي سفر پر مهال التقوی د د لوړو زده کړو موسسې له بېلابېلو برخو څخه ليدنه ترسره کړه.د ليدنې پرمهال د موسسې بنسټګر ښاغلي انجينير امان الله امان د خپلو خبرو پر مهال زده کوونکي ته وويل، موږ په هر ډول حالت کې د ځوانانو روزنې ته ژمن يو او دا لړۍ به دوامداره ساتو، ښاغلي امان له زده کوونکو سره ژمنه وکړه، چې ددې لېسې عمومي اول نمره ته به التقوی د لوړو زده کړو په موسسه کې په بشپړ ډول وړيا د زده کړو زمينه برابره کړي او پاتې نورو سره ته هم د پام وړ کمښت سره د لوړ زده کړو زمینه برابرويهمدارنګه د موسسې علمي مرستيال عبدالحميد سيرت او مالي او اداري مرستيال شهاب الدين افغان د علمي او اداري چارو، اسانتياوو او د بېلابېلو علمي پروګرامونو په اړه زده کوونکو ته هر اړخيز معلومات ورکړل.دخپرونو امریت

Related Posts