English Pashto
0

التقوی دلوړو زده کړو موسسې او په ننګرهار کې د سولې لپاره د ځوانانو د همغږۍ شورا ترمنځ دعلمي هکاريو هوکړه ليک لاسليک شو


د علمي همکاريو دغه هوکړه ليک د روان کال د اسد مياشتې په ۲۹مه التقوی د لوړو زده کړو موسسې د رييس عبداللطيف مل اود سولې لپاره د ځوانانو د همغږۍ شورا د استازوله لورې لاسليک شو، چې له مخې به يې دواړه لورې په علمي او تحصیلي ډګر کې یو له بل سره همکاري کوي او هڅه به کوي څو د ټولنې وګړو ته په تحصیلي او ټولنیزه برخه کې لازم امکانات او اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

ياده دې وي، چې التقوی د لوړو زده کړو موسسې په دې وروستيو کې له بېلابېلو ادارو او ټولنو سره بېوزله وګړوته د زده کړو د زمينې د برابرولو په موخه هوکړه ليکونه لاسليک کړل، د يادې موسسې اداره ژمنه ده ، څو په علمي برخه کې د خپلو اړمنو وګړو لاس نيوی وکړي.

ديوډاډمن راتلونکي پر لور

د خپرونو مديريت

Related Posts