English Pashto
0

التقوی د لوړو زده کړو موسسې او د هندوستان هېواد د (Professional lovely university) ترمنځ د لېسانس او ماسټرۍ پروګرامونو لپاره د پنځوسو(۵۰) سکالرشيپونو هوکړه ليک لاسليک شو


د هوکړه ليک د لاسليک دغه مراسم ، چې د التقوی د لوړو زده کړو موسسې له لورې پر ليکه يا انلاين ډول برابر شوي و په کې د يادې موسسې د موسس، رييس، مرستيالانو، استادانو او يو شمېر محصلينو سربېره د ننګرهار مرستيال والي او يو شمېر ادارو استازو هم شتون دلود.پيل کې التقوی د لوړو زده کو موسسې رييس دوکتور عبداللطيف مل د خپلو خبرو پر مهال د هندوستان هېواد د (Professional lovely university) له مسولينو څخه مننه وکړه ، چې د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې يې د وړيا لوړو زده کړو زمينه برابره کړې، ښاغلي مل زياته کړه موږ ژمن يو چې د سيمې او نړۍ له معتبرو پوهنتونونو سره د اړيکو له لارې خپلو هېوادوالو ته د اوسنې وخت له غوښتنو سره سم د معياري زده کړو زمينه برابره کړو او په دې برخه کې به لا ګړندي ګامونه واخلو.د يادو مراسمو پرمهال د ننګرهار مرستيال والي پوهنوال ببرک مياخېل وويل د خوښۍ ځای دی، چې د هېواد خصوصي پوهنتونونو له ډلې التقووی د لوړو زده کړو موسسې له هېواده بهر خپلو خلکوته د لوړو زده کړو ترلاسه کولو زمينه برابره کړې، هغه زياته کړه التقوی د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال د پراختيا او پرمختيا په حال کې ده او ولايتي اداره به يې کړنو ته په کتو هر ډول همکاري وکړي.په پای کې د Professional lovely university د همغږۍ مسول ښاغلي کرن د ياد پوهنتون په اړه د هر اړخيزو معلوماتو ترڅنګ وويل اداره يې د هوکړه ليک د ټولو موادو بشپړې پلي کېدا ته ژمنه ده او په دغه برخه کې به هيڅ ډول همکاري ونه سپموي.د یو ډاډمن راتلونکي پرلورد خپرونو مدیرت

Related Posts