English Pashto
0

التقوی د لوړو زده کړو موسسې او رڼا خصوصي پوهنتون ترمنځ د علمي همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو


ياد هوکړه ليک د روان ۱۳۹۹ل کال د لړم مياشتې په ۲۱مه نېټه التقوی د لوړو زده کړو موسسې رييس او د هېواد خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د ټولنې د رهبرۍ غړي دوکتور عبداللطيف مل او په کابل کې د رڼا خصوصي پوهنتون بنسټګر او د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د ټولنې عمومي رييس دوکتور محمد شفيع نعيمي له لورې د زده کړو د کچې لوړوالي، ظرفيت لوړونې، علمي څېړنو او نورو علمي فعاليتونو کې يو له بل سره د همکارۍ په موخه لاسليک شو.

د يادونې ده، چې التقوی د لوړو زده کړو موسسې تر دې وړاندې هم د محصلينو ظرفيت لوړونې په موخه له بېلابېلو ادارو ، ټولنو او علمي بنسټونو سره ورته علمي هوکړه ليکونه لاسليک کړي دي.

ديوډاډمن راتلونکي پر لور

د خپرونو مديريت

Related Posts