English Pashto
0

التقوی د لوړو زده کړو موسسې او ننګرهار پوهنتون ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو


دعلمي همکاريو دغه هوکړه ليک د روان ۱۴۰۰ل کال د سرطان مياشتې په اتمه نېټه التقوی د لوړو زده کړو موسسې د علمي مرستيال محمد اسماعيل مومند او ننګرهار پوهنتون د علمي مرستيال د پوهندوی محمد حامد ګډوال له لورې لاسليک شو، چې له مخې به يې دواړه لورې په عملي او تحصیلي ډګر کې یو له بل سره همکاري کوي.

د ياد هوکړه ليک د لاسليک پرمهال د ننګرهار پوهنتون رييس ډاکټر خليل احمد بهسودوال وويل د خوښۍ ځای دی، چې په ننګرهار کې د خصوصي لوړو زده کړو له يو غوره بنسټ سره د علمي همکاريو هوکړه ليک لاسليک کوو، هغه همداراز وويل د ننګرهار پوهنتون اداره د لوړو زده کړو وزارت د قوانينو او مقرراتو اړوند التقوی د لوړو زده کړو موسسې سره په علمي برخه کې هر ډول همکارۍ ته ژمنه ده.

التقوی د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستيال ښاغلي محمد اسماعيل مومند د هوکړه ليک د لاسليک پرمهال وويل، له دې هوکړه ليک څخه يې موخه د محصلينو د عملي زده کړو پياوړتيا او ظرفيت لوړونه ده، ښاغلي مومند زياته کړه، چې اداره يې د هوکړه ليک ټولو موادو بشپړې پلي کېدا ته ژمنه ده او په دغه برخه کې به هيڅ ډول همکاري ونه سپموي.

وروسته د ننګرهار پوهنتون علمي مرستيال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال د خپلو خبرو پرمهال وويل ننګرهار پوهنتون به ددې هوکړه ليک پر بنسټ التقوی د لوړو زده کړو موسسې د کارکونکو او محصلينو د ظرفيت لوړونې،د ګډو څېړنو، د محصلينو د عملي کار او تضمين کيفيت په برخه خپلو امکاناتو ته په کتو به همکاري وکړي.

ديو ډاډ من راتلونکي پر لور

د خپرونو مديريت

Related Posts