English Pashto
0

التقوی د لوړو زده کړو موسسې د حقوقو او سياسي علومو او اقتصاد پوهنځيو پنځه کلنو ستراتېژيکو پلانونو په اړه د عامه پوهاوي سيمينار ترسره شو


ياد سيمينار چې د روان ۱۴۰۰ل کال د سرطان مياشتې په ۱۳مه نېټه د موسسې د پلان او پالېسۍ کمېټې له لورې د مسلکي پرمختيايي کمېټې په همکارۍ برابر شوی و په کې د يادې موسسې د بنسټګر، رييس، مرستيالانو، د پوهنځيو رييسانو ، استادانو او محصلينو سره بېره د ننګرهار پوهنتون علمي مرستيال، د يو شمېر حصوصي پوهنتونونو، دولتي ادارو او مدني ټولنو استازو هم شتون درلود.

د سيمينارپه پیل کې د يادې موسسې علمي مرستيال محمد اسماعيل مومند په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د موسسې او همدارنګه د دواړو پوهنځيو د پلان او پالېسۍ کمېټو له غړو او نورو همکارو غړو څخه د مننې ترڅنګ د پوهنځيو د ستراتېژيکو پلانونو د جوړېدا پر اړينتوب او اهميت هر اړخيزه وينا وکړه.

همدارنګه د ننګرهار پوهنتون علمي مرستيال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال التقوی د لوړو زده کړو موسسې رهبرۍ ته د يادو پلانونو د مبارکۍ ترڅنګ وويل، د وياړ ځای دی، چې التقوی د لوړو زده کړوموسسه په ډېره کمه موده کې په علمي دګر کې لويې لاسته راوړنې لري او په دې برخه کې په لومړي قطار کې ځای لري.

وروسته د موسسې د پلان او پالېسۍ کمېټې مشر استاد ننګيالي مصون د يادو ستراتېژيکو پلانونو د پړاوونو په اړه، د اقتصاد پوهنځي رييس او ددې پوهنځي د پلان او پالېسۍ کمېټې غړي عرفان الله ستانکزي او همدارنګه د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د پلان او پالېسۍ کمېټې مسول استاد محمد ظهور شريفي د ستراتېژيکو پلانونو د موخو او نورو برخو په اړه خپل برابر کړي سيمينارونه له کډونوالو سره شريک کړل.

د يادونې ده، چې د التقوی د لوړو زده کړو مسسې د رهبرۍ له لورې د دواړو پوهنځيو د پلان او پالېسۍ کمېټو د غړو ترڅنګ يو شمېر کارکونکي په معنوي او مادي ډاليوسره وستايل شول او سيمينار د کيک پرې کولو وروسته په دعايه سره پای ته ورسېد.

ديوډاډمن راتلونکي پر لور

د خپرونو مديريت

Related Posts