English Pashto
0

التقوی د لوړو زده کړو موسسې د څېړنيزې مقاله ليکنې سيالي تر سره شوه!!


د هېواد په کچه د محصلينو ترمنځ دغه سيالي د روان ۱۳۹۹ل کال د تلې مياشتې په درېيمه د پنجشنبې په ورځ د يوې لويې غونډې په ترڅ کې ترسره شوه، چې له بېلابېلو ولايتونو څخه په ګڼ شمېر محصلينو په کې برخه اخيستې وه.

په دغه غوڼده کې د التقوی د لوړو زده کړو موسسې موسس انجينر امان امان، رييس دوکتورعبداللطيف مل، علمي، مالي او اداري مرستيالانو، استادانو، اداري کارکونکو او محصلينو سربېره د ننکرهار پوهنتون او د پوهنې رياست استازو هم شتون درلود.

په پیل کې التقوی د لوړو زده کړو موسسې رييس ښاغلي عبداللطيف مل د غونډې او مقاله ليکنې سيالۍ ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، له دې سيالۍ څخه يې موخه د کرونا له امله د کرنتين پرمهال د محصلينو بوخت ساتل او د هغوی ظرفيت لوړونه، د څېړنې له لارې په ټولنه کې ونډه اخيستل او په محصلينو کې د څېړنې د کلتور دودول و.

د ننکرهار پوهنتون پخواني رييس استاد پوهنوال ببرک مياخېل د خپلو خبرو پرمهال وويل، خوښ يم، چې په داسې يوې مهمې علمي غونډه کې ګډون لرم، چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونوڅخه محصلينو برخه اخيستې، ښاغلي مياخېل د التقوی د لوړو زده کړو موسسې له ادارې څخه مننه وکړه، چې له دغسې نوښته ډکه علمي سيالي یې برابره کړې ده.

وروسته د پوهنې رياست وياند محمد اصف شينواري هم خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې دغسې علمي سيالۍ چې استعدادونه په کې غوړېږي د محصلينو او ټولنې لپاره ډېرې ګټورې دي او په دې برخه کې بايد نورعلمي بنسټونه هم لاس په کار شي.

دغه سيالي، چې د کرنتين پرمهال په لاره اچول شوې وه، لسګونه محصلينو په کې برخه اخيستې وه، چې دويم پړاوته يې اتو کسانو لارپیدا او د ژوري هييت پر وړاندې يې خپلې ليکلې څېړنيزې مقالې وړاندې کړې، هييت له پوره غور او روڼتيا څخه په ګټې اخيستنې سره لومړی، دويم او درېيم مقام ګټونکي اعلان کړل او د ټولو ګډونوالو مقالې يې وستايلې چې د ادارې له لورې د نغدي جايزو سربېره په معنوي او مادي ډاليو ونازول شول.

ياده دې وي، چې په دغه سيالۍ کې د ننګرهار ولايت سربېره د کندهار او بلخ ولايتونو څخه هم محصلينو برخه لرله.

ديوډاډمن راتلونکي پر لور

د خپرونو مديريت

Related Posts