

په ياده غونډه کې د دې موسسې له رييس، مرستيالانو، استادانو او اداري کارکونکو سربېره ګڼ شمېر محصلينو هم برخه لرله، د غوندې په پیل کې د التقوی د لوړو زده کړو موسسې رييس ښاغلي دوکتور عبداللطيف مل محصلينوته د دوی د نړيوالې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ نوو محصلينوته ښه راغلاست هم ووايه، ښاغلي مل په خپلو خبرو کې د محصلينو پر ستونزو، ننګونو او له فراغت وروسته ورته د کاري زمينې نه پيدا کېدو هر اړخيزه وينا وکړه.
نوموړي د خپلو خبر پرمهال زياته کړه غوره درسي چاپيريال او د درسي کيفيت لوړوالی زموږ لومړيتوب دی او په دې برخه کې به ستاسې لپاره ښې اسانتياوې برابرې او شته امکانات به لاغني کړو.
په غوڼده کې د محصلينو په استازيتوب نارينه او ښځينه محصلينو ددې ورځې په اړه خپلې ليکلې مقالې وړاندې کړې او ترڅنګ يې د محصلينو له لورې، شعرونه، ترنم او تمثيلي پارچه هم وړاندې شوه، چې د ګډونوالو له خوا په چکچکو سره بدرګه شوه.
د يادونې ده، چې د غونډې په پای کې د محصلينو نړيوالې ورځې په پار کيک پرې او د پټۍ په پرې کولو سره د التقوی د لوړو زده کړو موسسې د محصلينو ټولنه هم پرانيستل شوه.
ديوډاډمن راتلونکي پر لور
د خپرونو مديريت