English Pashto
0

التقوی د لوړو زده کړو موسسې له لورې د ملي بيرغ ورځ ددې موسسې کارکوونکو ته د بيرغونو په ورکړې سره ونمانځل شوه

التقوی د لوړو زده کړو موسسې د رهبرۍ له لورې د اسد ۷مې د ملي بيرغ د ورځې په وياړ خپلو کارکوونکو ته د هېواد د درې رنګه بيرغونو په ورکړې سره دغه ورځ ونمانځله.۷/زمري/۱۴۰۰د پروګرام پر مهال د موسسې رييس ښاغلي دوکتور عبداللطي مل هېوادوالو ته د ملي بيرغ ورځې د مبارکۍ ترڅنګ وويل، ملي بيرغ دهېواد د ټولو وګړو د يوالي، پېژندنې، ازادۍ او سرښندنو نښه ده او په رښتني ډول يې بايد پالنه او ساتنه وشي.د هېواد دا اوسنی درې رنګه بيرغ ، چې په منځ کې يې د شهادت کلمه هم ليکل شوې له ۲۰۰۴م کال راهيسې د هېواد رسمي ملي بيرغ په توګه پېژندل شوی او د غازي امان الله خان په وخت کې يې د لومړي ځل لپاره رنګونه داسې څرګند شوي دي: تور رنگ د افغانستان د ښکېلاک د وختونو سمبول، سور رنگ د هېواد د آزادۍ د مجاهدو شهيدانو نښه او زرغون رنگ د هېواد د آزادۍ د ترلاسه کولو وروسته د پرمختگ او زرغونېدو نښه ده. د یو ډاډمن راتلونکي پر لورد خپرونوامريت

Related Posts