English Pashto
0

التقوی د لوړو زده کړو موسسې له لورې د هېواد د خپلواکۍ بېرته ترلاسه کولو۱۰۱ مه کليزه د ځانګړو مراسيمو په لړ کې .ونمانځل شوه

د هېواد د خپلواکۍ بېرته ترلاسه کولو دغه ۱۰۱ مه کليزه د روان کال د زمري مياشتې په ۲۷ مه نېټه التقوی د لوړو زده کړو موسسې د فرهنګي کمېټې له لورې ونمانځل شوه، چې په کې ددې موسسې موسس، رييس، مرستيالانو، استادانو، اداري کارکونکو، محصلينو او د رسنيو استازو هم ګډون درلود.

د غونډې پر مهال التقوی د لوړو زده کړو موسسې رييس ښاغلي عبداللطيف مل د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۱ مې کليزې د مبارکۍ ترڅنګ وويل، غازي امان لله خان نه يوازې دا چې د خپل هېواد لپاره يې له انګريزانو خپلواکي ترلاسه کړه ، بلکې د سيمې په يو شمېر هېوادونو کې د ازادۍ غوښتونکو غورځنګونو لپاره هم پيلامه شوه، نوموړي زياته کړه، چې د هرهېواد لپاره د سياسي ازادۍ ترڅنګ د اقتصادي ازدۍ جدي اړتيا ده او موږ ټول بايد په ګډه ددې لپاره مټې راونغاړو.

په دغه غونډه کې د التقوی د لوړو زده کړو موسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد زاهدالله خليلي د ستر غازي امان الله خان د ژوند او کارنامو په تړاو هر اخيزه علمي مقاله هم وړاندې کړه.

وروسته د يادې موسسې علمي مرستيال محمد اسماعيل مومند د خپلو خبرو پر مهال وويل، ازادۍ په توره اخيستل کېږي او په قلم ساتل کېږي هغه زياته ګړه ، چې ازادۍ د ژوند ضرورت دي او کومه ټولنه چې ازادي ونه لري پرمختګ هم نه شي کولای.

ښاغلي مومند همداراز وويل، د خوښۍ ځای دی، چې په يو غوره علمي چاپیريال کې د خپلو هېوادوالو خدمت کوو او د قلم له لارې د هيواد د ازادۍ ساتلو په موخه ټولنې ته وړ کادرونه وړاندې کوو.

د غوندې په بېلا بېلو برخو کې اروپا ته د غازي امان الله خان د سفر په تړاو ويډيوي راپور، ترنم او د ازادۍ په اړه دکلمه شوی شعر هم وړاندې شو.

ديو ډاډمن راتلونکي پر لور

د خپرونومديريت

Related Posts