English Pashto
0

التقوی د لوړو زده کړو موسسې محصلينو له لورې د ښوونکي ورځ په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شوه


په يادو مراسمو کې التقوی دلوړو زده کړو موسسې رييس، علمي مرستيال او استادانو سربېره ګڼ شمېر محصلينو هم برخه لرله.

په پيل کې د التقوی د لوړو زده کړو موسسې رييس دوکتور عبداللطيف مل په خپلو خبرو کې ښوونکو ته د دوی د ورځې له امله د مبارکۍ ترڅنګ د ښوونکي په ديني او ټولنيز مقام، ارزښت او د هغه د قدرداني په اړه هر اړخيزې خبرې هم وکړې.

وروسته د محصلينو له لورې د التقوی د لوړو زده کړو موسسې استادانوته برابرې شوې ډالۍ ورکړل شوې او د کيک په پرې کولو سره دغه مراسيم پای ته ورسېدل.

د يو ډاډمن راتلونکي پرلور

د خپرونو مديريت

Related Posts