English Pashto

التقوی د لوړو زده کړو موسسې څه باندې دوه سوه تنو محصلينو ته د قران عظيم الشان تفسيرونه ورکړل شول


د الکوزي شرکت له لورې په پښتو او دري ژبو د قران عظيم الشان دوه سوه شپاړلس ټوکه تفسيرونه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د القوی د لوړو زده کړو موسسې محصلينو ته ډالۍ (اهدا‌ء) شول.

په دغو مراسمو کې د التقوی د لوړو زده کړو موسسې د رييس سربېره علمي مرستيال، د پوهنځيو رييسانو، استادانو او ګڼ شمېر محصلينو شتون درلود د پروګرام په پیل کې ددې موسسې رييس ښاغلي عبداللطيف مل د الکوزي شرکت څخه د ځانګړې مننې ترڅنګ وويل، د وياړ ځای دی چې زموږ ملي سوداګر خپلو هېوادوالو سره د ديني زده کړو د پياوړتيا په موخه د قران عظيم الشان د مقدس کتاب مرسته کوي .

وروسته د الکوزي شرکت په استازولۍ د ننګرهار پوهنتون استاد ببرک مياخېل خبرې وکړې او وه يې ويل، خوښم يم چې نن په داسې يوه غونډه کې ګډون کوم، چې په هغې کې د الله ج مقدس کتاب قران عظيم الشان د ورکړې مراسم ترسره کېږي، هغه محصلينوته وويل دا د انسان او هرڅه لپاره بشپړونکی لارښود کتاب دی وه يې ولولئ او په خپلو ژوند کې يې عملي کړئ.

په پای کې التقوی د لوړو زده کړو موسسې د فرهنګي کمېټې له لورې په منظم ډول محصلينو ته ددې ستر او مقدس کتاب د ورکړې مراسم ترسره شول.

د يو ډاډمن راتلونکي پر لور

د خپرونو مديريت