English Pashto
0

تمثيلي محاکمه ترسره شوه

!!التقوی د لوړو زده کړو موسسې د حقوقي کلينيک له لورې د محصلينو د عملي زده کړو د ترسراوي په موخه د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصلينو پر مټ تمثيلي محاکمه د يادې موسسې د رهبرۍ، استادانو او يو شمېر محصلينو په شتون کې ترسره شوه. د تمثيلي محاکمې د پرانيستې پر مهال التقوی د لوړو زده کړو موسسې رئيس خوشحال جواد د حقوقي کلينيک د مسولينو او لارښود استاد څخه د مننې ترڅنګ وويل د محصلينو د عملي زده کړو لپاره خپل ټول امکانات په کار اچوو او په هره برخه کې د محصلينو ظرفيت لوړونې ته ژمن يو ښاعلي جواد زياته کړه، چې د محصلينو عملي کارونو او علمي سفرونو د برابرولو په برخه کې به لا ډېر کار وکړي.وروسته د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د محصلينو له لورې تمثيلي محاکمه په ښه شان ترسره شوه، چې د ناستو ګډونوالو له لورې د ځانگړې پاملرنې وړ وگرځیده.په پای کې د يادې موسسې علمي مرستيال عبدالحميد سيرت د خپلو خبرو پر مهال وويل، د داسې تمثیلي برنامو ترسره کول ددې ښکارندوي کوي، چې التقوی د لوړو زده کړو موسسه د محصلينو د نظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړو ته ژمنه ده او په دې برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي، نوموړي ياده تمثيلي محاکمه مثبته وارزوله او ويې ويل د محصلينو له لورې ټول رولونه په غوره او مسلکي توګه ترسره شول، چې دا د دوي د عملي زده کړو د پياوړتيا ښکارندوي کوي.د يو ډاډمن راتلونکي پر لورد خپرونومديريت

Related Posts