English Pashto
0

!!حکومتولي د اسلام له نظره


التقوی د لوړو زده کړو موسسې د کارموندنې مرکز له لورې د فرهنګي کمېټې په همکارۍ حکومتولي د اسلام له نظره تر عنوان لاندې يو ورځنی ورکشاپ ترسره شو، چې د موسسې يو شمېر استادانو، اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلينو په کې شتون درلود. په پيل کې د موسسې رييس خوشحال جواد د خپلو خبرو پر مهال ياد ورکشاپ اوسنيو شرايطو ته په کتو د محصلينو او د ټولنې د ګړو بنسټيزه غوښتنه او ضرورت ياد کړ او زياته يې کړه، چې د موسسې اداره به د وخت له غوښتنو او ضرورتونو سره سم پر يو شمېر اړينو موضوعاتو دغه شان ورکشاپونه او سيمينارونه ترسره کړي، ښاغلي جواد له محصلينو وغوښتل، چې په داسې علمي ورکشاپونو کې په ډېرې لېوالتيا سره برخه واخلي.وروسته د ورکشاپ وړاندې کوونکي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد محمد عمران دولتزي حکومتولي د اسلام له نظره تر عنوان لاندې برابر کړی ورکشاپ وړاندې کړ او په دې برخه کې يې د ګډونوالو يو شمېر پوښتنې هم ځواب کړې.په پای کې استاد محمد عمران دولتزي ته د ادارې له لورې برابر شوی ستاينليک هم ورکړل شو. ديو ډاډمن راتلونکي پر لورد خپرونو مديريت

Related Posts