English Pashto
0

دعلمي همکاريو او سکالرشيپونو هوکړه ليک لاسليک شو!!

التقوی دلوړو زده کړو موسسې او د ننګرهار ځوانانو چارو امريت ترمنځ د علمي همکاريو او سکالرشيپونو دغه هوکړه ليک د روان ۱۴۰۰ل کال د ميزان مياشتې په ۶ مه د موسسې رئیس خوشحال جواد او د ځوانانو چارو امر سيد اکرام الله عادل له لورې لاسليک شو، چې له مخې به يې دواړه لورې په علمي او تحصیلي ډګر کې یو له بل سره همکاري کوي. د هوکړه ليک د لاسليک پرمهال د موسسې رئیس خوشحال جواد وويل اوس مهال زموږ ګران هېواد له يو سياسي، اقتصادي او تاريخي پړاو څخه تېرېږي، نو ځوانانو ته په کار ده، چې له دې حالت څخه د وتلو لپاره مسلکي لوړې زده کړې ترلاسه کړي او موږ په دې برخه کې د ځوان نسل روزنې ته ژمن يو.همدارنګه د ځوانانو چارو امر سيد اکرام الله عادل التقوی د لوړو زده کړو موسسې له ادارې څخه مننه وکړه، چې په دې سختو اقتصادي شرايطو کې د ځوانانو روزنې ته ژمنه ده او په دې برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.ديوډاډمن راتلونکي پر لورد خپرونو امريت

Related Posts