
التقوی د لوړو زده موسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي له لورې د فرهنګي کمېټې په همکارۍ د هېواد اساسي قانون اوونۍ په ځانګړو مراسيمو سره ونماځل شوه
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د يادې موسسې علمي مرستيال محمد اسماعيل مومند د غونډې ګډونوالوته د ښه راغلاست ترڅنګ د اساسي قانون د پلي کېدا پر وړاندې خنډونو او حل لارو په تړاو خپله برابره کړې مقاله هم وړاندې کړه.
وروسته د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد عبدالحميد سيرت د اساسي قانون د پېژندنې، اهميت او ارزونې په اړه هر اړخيزه وينا وکړه.
په ياده غونډه کې د التقوی د لوړو زده کړو موسسې د محصلينو د تمثيلي ډلې کارکونکو خپله برابرې کړې تمثيلي پارچه هم وړاندې کړه، چې د ګډونوالو له خوا يې تود هرکلی وشو.
د يو ډاډمن راتلونکي پر لور
دخپرونو مديريت