English Pashto
0

د اقتصاد پوهنځي د درېيم سمسترمحصلينو د ختيځ لبنياتو له فابريکې څخه ليدنه ترسره کړه

التقوی د لوړو زده کړو موسسې د اقتصاد پوهنځي د درېيم سمستر يو شمېر محصلينو د يو علمي سفر پرمهال د عملي زده کړو په موخه په جلال اباد کې ختيځ لبنياتو له فابريکې څخه ليدنه وکړه، ددې ليدنې پرمهال د اقتصاد پوهنځي رييس ښاغلي عرفان الله ستانکزي له دې امله د ختيځ لبنياتو د فابريکې له مسولينو مننه وکړ، چې محصلينو ته يې د عملې زده کړو زمينه برابره کړه، همدارنګه ښاغلي ستانکزي محصلينو ته وويل د موسسې اداره ژمنه ده ، چې خپلو محصلينو ته د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو زمينه هم برابره کړي. وروسته د يادې فابريکې مسول محمد خالد له لورې محصلينو ته د دې فابريکې د بېلابېلو برخو او لبنياتو د توليداتو په اړه معلومات ورکړل شول.ديوډاډمن راتلونکي پر لورد خپرونو امريت

Related Posts