English Pashto
0

د اقتصاد پوهنځي محصلينو ته د SPSS ورکشاپ وړاندې شو!


ياد ورکشاپ د موسسې د څېړنو کمېټې له لورې د مسلکي پرمختيا کمېټې په همکارۍ برابر شوی و، چې ګڼ شمېر محصلينو په کې ګډون درلود.د ورکشاپ وړاندې کولو پر مهال د اقتصاد پوهنځي استاد احسان الله ايشان وويل، SPSS سافټوير په نړيواله کچه د څېړنې د تحليل او ارزونې لپاره کارول کېږي، چې محصلينو ته پرې پوهاوی او ورسره بلدتيا اړينه ده.استاد ايشان د ورکشاپ وړاندې کولو پر مهال د SPSS سافټوير د پېژندنې سربېره په دې سافټوير کې د څېړنې د موادو دننه کولو او تحليل په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل او په دغه برخه کې يې عملي کار هم وکړ.

ديو ډاډمن راتلونکي پر لورد خپرونو امريت

Related Posts