English Pashto
0

د اقتصاد پوهنځي محصلينو له لورې د فقر عوامل او مخنیوي لارې چارو په تړاو ازاد بحث ترسره شو!

په ياد بحث کې د موسسې له رهبرۍ او اقتصاد پوهنځي د استادانو سربېره ګڼ شمېر محصلينو شتون درلود، په پيل کې د موسسې علمي چارو مرستيال عبدالحميد سيرت د خپل خبرو پرمهال وويل، موږ د محصلينو عملي زده کړو او طرفيت لوړونې ته ژمن يو او د علمي برنامو دا لړۍ به مو دوامداره وي، خو ستاسې لېوالتيا او ګډون هم په کې اړين او په ډېرې لېوالتيا سره بايد په کې ګډون وکړئ.همدارنګه د اقتصاد پوهنځي د اووم سمستر محصلينو هريو هېواد اکمل، طلامحمد سهاک او فريد الله سرحدي له لورې د فقر پېژندنې، عواملو او حل لارو په تړاو معلومات وړاندې شول او وروسته په همدې تړاو د محصلينو ترمنځ ازاد بحث ترسره شوو. د یو ډاډمن راتلونکي په لورخپرونو امریت

Related Posts