English Pashto
0

د اقتصاد پوهنځي نوو شاملو شوو محصلينو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه!

التقوی د لوړو زده کړو موسسې د اقتصاد پوهنځي د ۱۴۰۰ل کال خزاني سمستر نوو شاملو شوو محصلينو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه، چې په کې د دې موسسې له رئيس، مرستيالانو، استادانو او اداري کارکونکو سربېره ګڼ شمېر محصلينو هم شتون درلود.د غوندې په پیل کې د التقوی د لوړو زده کړو موسسې رئيس ښاغلي خوشحال جواد نوو محصلينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وويل، دا ستاسې د مسلکي پوهې ترلاسه کولو او له مسوليت څخه ډکه دوره ده او بايد په غوره توګه يې پای ته ورسوئ. ښاغلي جواد د خپلو خبر پرمهال زياته کړه غوره درسي چاپيريال او د درسي کيفيت لوړوالی زموږ لومړيتوب دی او په دې برخه کې به ستاسې لپاره ښې اسانتياوې برابرې او شته امکانات به لاغني کړو. وروسته د موسسې مالي او اداري چارومرستيال محترم شهاب الدين افغان د اداري تشکيلاتو، کريډيټ سيستم په لايحې او د فيسونو د تصفيې پر ميکانيزم او ورسته بیا محصلانو چارو مدير زرعالم تکيه وال د موسسې پر پالېسيو او اصولو هر اړخيز معلومات وړاندې کړل. ديوډاډمن راتلونکي پر لور د خپرونو امريت

Related Posts