English Pashto
0

د التقوی علمي کور ته ښه راغلاست!!


التقوی د لوړو زده کړو موسسې د ۱۳۹۹ل کال پسرلني سمستر نوو شاملو شوو محصلينو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه، چې په کې د دې موسسې له موسس انجينير امان الله امان ، رييس، مرستيالانو، استادانو او اداري کارکونکو سربېره ګڼ شمېر محصلينو هم شتون درلود.

د غوندې په پیل کې د التقوی د لوړو زده کړو موسسې رييس ښاغلي دوکتور عبداللطيف مل نوو محصلينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وويل، دا ستاسې د شخصيت جوړونې او مسلکي پوهې ترلاسه کولو دوره ده او بايد په مسوليت سره يې ترسره کړئ.

ښاغلي مل د خپلو خبر پرمهال زياته کړه غوره درسي چاپيريال او د درسي کيفيت لوړوالی زموږ لومړيتوب دی او په دې برخه کې به ستاسې لپاره ښې اسانتياوې برابرې او شته امکانات به لاغني کړو.

وروسته د تدريساتو امر شهاب الدين افغان ، مالي چارو امر جهاد حسين او د محصلينو چارو مدير زرعالم تکيه وال محصلينو ته په خپلو برخو کې بشپړو معلومات ورکړل او هغوی يې خپلو مسوليتونو ته ځير کړل.

په غوڼده کې محمد زبير مومند د محصلينو په استازولۍ د التقوی د لوړو زده کړو موسسې له موسس او مشرتابه څخه له دې امله مننه وکړه، چې د غوره علمي کادرونو او مسلکي اداري کار کوونکو په لرلو سره يې د هېواد ځوان نسل ته د معياري لوړو زده کړو زمينه برابره کړې.

نوو شاملو شوو محصلينو ته د ښه راغلاست په دغه غونډه کې خوږ ژبي ترنم کوونکي يار محمد پردېس د ترنم ترڅنګ شعرونه او په زړه په پورې تمثيلي پارچه هم وړاندې شوه، چې د ګډونوالو له خوا په چکچکو سره بدرګه شوه.

ديوډاډمن راتلونکي پر لور

د خپرونو مديريت

Related Posts