English Pashto
0

د اوومې فراغت غونډې تنظيمونکي وستايل شول


التقوی د لوړو زده کړو موسسې ادارې له لورې د اوومې فراغت غونډې د ټولو کمېټو مسولين او غړي د يوې غونډې پرمهال وستايل شول په ياده غونډه کې د موسسې رئيس، مرستيالانو، استادانو او اداري کارکونکو سربېره محصلينو هم شتون درلود.د غونډې پرمهال د موسسې رئيس خوشحال جواد د فراغت غونډې د ټولو کمېټو له مسولينو او غړو له دې امله مننه وکړه، چې ورسپارل شوي مسوليتونه يې پر وخت او په غوره توګه ترسره کړي و، هغه زياته کړه مکافات او مجازات اداري اصل دی او موږ هم همدې اصل ته د ژمنتيا له مخې نن ستاسې کړنې په دې معنوي ډالۍ سره ستايو او په راتلونکي کې درته د لابرياليتوب هيله کوو.وروسته د موسسې علمي چارو مرستيال عبدالحميد سيرت هم فراغت غونډې د ټولو کمېټو له مسولينو او غړو مننه وکړه، چې د غونډې د ټولو چارو په ترسراوي او نظم کې يې شپه او ورځ نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې، چې له امله يې اداره دوی په ستاينليکونو سره ستايي.خپرونو مديريت

Related Posts