English Pashto
0

د حسن قرات سيالي ترسره شوه

التقوی د لوړو زده کړو موسسې له لورې د روژې مبارکې مياشتې په وياړ د حسن قرات يو ورځنۍ سيالي ، چې لسګونه قاري صاحبانو په کې ګډون کړی و التقوی د لوړو زده کړو موسسې د رييس، مرستيالانو، پوهنځيو رييسانو، يو شمېر استادانو او د ژوري هييت په شتون کې ترسره شوهد سيالۍ په پیل کې التقوی د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستيال محمد اسماعيل مومند د ننګرهار ولايت د حج او قافو رياست څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل له دې سيالۍ څخه يې موخه د عصري زده کړو ترڅنګ ديني زده کړو ته د ځوان نسل هڅونه ده او په دې برخه کې به لا ډېر کار وکړي، نوموړي زياته کړه چې د قرآن کریم غوره قرأت په اسلام کى مطلوب دى ، خو دښه تطبيق لپاره يې هم بايد کار وشي.ښاغلي مومند د حج او اوقافو رياست څخه غوښتنه وکړه چې د قرآن کريم دحسن قرأت ترڅنګ بايد د قراني علومو او مهمو قراني پيغامونو په نامه هم سيالۍ جوړې کړي، ترڅو خلک د الهي پيغامونو څخه خبر شي، هغه د خپلو خبرو پرمهال وويل هغه قاري صاحبان چې له دې وروسته د حج او قافو رياست له لورې التقوی د لوړو زده کړو موسسې ته معرفي کېږي په ځانګړي کمښت سره به يې جذب کړي.نوموړي د حج او اوقافو رياست څخه غوښتنه وکړه چى د قرآن کريم دحسن قرأت ترڅنګ بايد د قرانى علومو او مهمو قرانى پيغامونو په نامه هم سيالۍ جوړى شى ترڅو خلک د الهى پيغامونو څخه خبر شى. همدارنګه د حج اوقافو رياست د پلاوي په استازيتوب ښاغلي استاد محمد مطهر جبارخېل د خپلو خبرو پرمهال د سيالۍ په ارزښت د هر اړخيزې وينا ترڅنګ التقوی د لوړو زده کړو موسسې له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې ديني زده کړو ته د ځوانانو د هڅونې په موخه يې دا سيالي برابره کړې.وروسته د يادې سيالۍ ژوري هييت هريو قاري صیب محمد مطهر جبارخېل، قاري صیب ضيا‌ء الرحمن مير فاروقي او التقوی د لوړو زده کړو موسسې استاد مولوی همت الله همت له لورې د ګډونوالو ترمنځ د حسن قرات سيالي پيل شوه،چې په کې قاري عزير ضيا‌ء لومړی، قاري شفيق الله دويم او قاري عبدالله درېيم مقامونه خپل کړل، چې د يادې موسسې د ادارې له لورې ته ستاينليکونه او ډالۍ هم ورکړل شوې.ديو ډاډمن راتلونکي پر لوردخپرونو مديريت

Related Posts