English Pashto
0

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي نوو شاملو شوو محصلينو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه!

التقوی د لوړو زده کړو موسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د ۱۴۰۰ل کال خزاني سمستر نوو شاملو شوو محصلينو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه، چې په کې د دې موسسې له مرستيالانو، استادانو او اداري کارکونکو سربېره ګڼ شمېر محصلينو هم شتون درلود.د غوندې په پیل کې د التقوی د لوړو زده کړو موسسې علمي چارو مرستيال محترم عبدالحميد سيرت نوو محصلينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وويل تاسې د خپل علمي ژوند په يو بل پړاو کې قدم کېښود، خو زموږ هيله دا ده، چې د مسلکې پوهې سره ډکه ځولۍ ترې را وځئ او خپل کړېدلي ولس ته د غوره خدمت جوګه شئ. همداراز ښاغلي سيرت زياته کړه، د موسسې ادراه ستاسې نظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړو او ظرفيت لوړونې ته هم ژمنه ده او دا برخه به لاغني کړي.وروسته د موسسې مالي او اداري چارو مرستيال محترم شهاب الدين افغان د اداري تشکيلاتو، کريډيټ سيستم لايحې ، د فيسونو د تصفيې پر ميکانيزم ، د موسسې پر پالېسيو او اصولو هر اړخيز معلومات وړاندې کړل. ديوډاډمن راتلونکي پر لور د خپرونو امريت

Related Posts