د التقوی د لوړو زده کړو په موسسه کې محصلين د جنسیت، توکمیز، سیمه ییز، قومي اعتبار او ژبني تبعیض پرته منل کېږي، محصلین د لاندې شرایطو تر پوره کولو وروسته کولای شي چې داخله وکړي:
۱. له پوهنې وزارت څخه د دولسم ټولګي د فراغت قانوني سند درلودل.
۲. د موسسې د انضباطي قوانینو او پالېسیو د منلو ژمنتیا.
۳. د پېژندنې( هويت) تذکره، خو د بهرنیو زده کوونکو لپاره د پاسپورټ او وېزې درولودل هم اړين دي.
۴. د التقوی د لوړو زده کړو په موسسه کې د داخلې ازموینې ورکول.
۵. که چیرې یو محصل وغواړي د اقتصاد پوهنځي د دریم سمستر لپاره خپل نوم وليکي، نوموړی باید د پورته شرایطو د پوره کولو سربېره، د څوارلسم ټولګي د فراغت سند هم ولري.
۶. د دیارلسم او څوارلسم ټولګي په ازموینو کې يې بايد ۸۰ سلنه نمرې پوره کړي وي.
د داخلې بهیر
د څوارلسم ټولګې فارغانو د منلو شرایط
د لوړو زده کړو وزارت د اړوندو اسنادو پر بنسټ، د هېواد د تخنیکي او مسلکي (ادارې او حسابدارۍ او داسې نورو) انسټیټونو د څوارلسم ټولګي فارغان کولای شي، چې د لاندې شرطونو تر بشپړولو وروسته، یواځې د اقتصاد پوهنځي په دریم سمستر کې داخله وکړي:
۱. ټول محصلین باید د نوم لیکنې فورمه د محصلینو د چارو له مرستیالۍ څخه ترلاسه او ډکه یې کړي.
۲. هر محصل باید د NEXA له غوښتنې سره سم د داخلې لپاره ۵۰۰ افغانۍ تحویل کړي.
۳. د داخلې (کانکور) ازموینه سل اړوندې پوښتنې لري چې هره پوښتنه یې یوه نمره لري.
۴. د داخلې (کانکور) ازموینې پایلې د ازموینې له ورځې څخه وروسته په اوو ورځو کې د ننه اعلانېږي.
۵. د بریالیتوب نمره په ۶۰ نمرو پورې محدود شوې، که چیرې د بریالیو محصلینو شمېر ډېر شي دا نمره هم کېدای شي د هغې پر بنسټ بدلون و مومي.