English Pashto
0

د ستراتېژيک پلان د تاييدۍ نمانځغونډه ترسره شوه


التقوی د لوړو زده کړو موسسې پنځه کلن ستراتېژيک پلان، چې د لوړو زده کړو وزارت له لورې تاييد شوی دی د يوې غونډې په ترڅ کې يې تاييدي ونمانځل شوه

د غونډې په پیل کې د يادې موسسې رييس دوکتور عبداللطيف مل په خپلو خبرو کې ددې موسسې د پلان او پالېسۍ کمېټې او نورو همکارو غړو څخه د مننې ترڅنګ د ياد ستراتېژيک پلان په تړاو هر اړخيزه وينا هم وکړه.

وروسته د پلان او پالېسۍ کمېټې مسول ننګيالي مصون د دې پلان د جوړېدا پر اړينتوب،ددې کمېتې غړي عرفان الله ستانکزي د ياد پلان پر پروسو او د يادې کمېټې بل غړي محمد ظهور شريفي يې پر موخو هر اړخيزه ويناوې وکړې.

په غونډه کې د مدنې ټولنو په استازيتوب د مثبت بدلون ټولنې مشر عبدالبصير سباوون التقوی د لوړو زده کړو موسسې رهبرۍ ته ددې پلان د مبارکۍ ترڅنګ وويل، د وياړ ځای دی، چې التقوی د لوړو زده کړوموسسې په ډېره کمه موده کې په علمي دګر کې لويې لاسته راوړنې لري او په دې برخه کې په لومړي قطار کې ځای لري.

د يادونې ده، چې د التقوی د لوړو زده کړو مسسې د رهبرۍ له لورې د پلان او پالېسۍ کمېټې د غړو ترڅنګ يو شمېر کارکونکي په معنوي او مادي ډاليوسره وستايل شول همدارنګه د ستراتېژيک پلان په اړه جوړ شوی مستند فلم هم وړاندې شو او غونډه د کيک په پرې کولو سره پای ته ورسېده.

ديوډاډمن راتلونکي پر لور

د خپرونو مديريت

Related Posts