English Pashto
0

د علمي مجلې نوي مسول پر دنده پيل وکړ


التقوی د لوړو زده کړو موسسې د علمي مجلې نوی مسول د يادې مجلې د تحرير هييت له لورې معرفي او په رسمي توګه يې دنده پيل کړهد التقوی علمي مجلې مسوول دوکتور عبداللطيف مل، چې د تحرير هييت د پېژندنې په غونډه کې د مجلې د مسوول په توګه وټاکل شو، وويل د مجلې د رسمي جواز اخيستلو کارونه د لوړو زده کړو له وزارت څخه د خلاصېدو په درشل کې دي او د مجلې نوې ګڼه به ډېر ژر د چاپ په ګاڼه سمبال شي ښاغلي مل همداراز د تحرير هييت له ټولو غړو له دې امله مننه وکړه، چې له ګڼو بوختياوو سره – سره يې ددې مجلې د تحرير هييت غړيتوب ومانه.د تحرير هيت غړو د پېژندنې په دغه ناسته کې راتلونکې ګڼې مجلې ته د علمي کادر غړو پر راغلو مقالو او نورو اړونده موضوعاتو له هر اړخيز بحث وروسته پرېکړې هم وشوې.ديو ډاډمن راتلونکي پر لورد خپرونو امريت

Related Posts