English Pashto
0

د فساد په له منځه وړلو کې د ځوانانو رول تر نامه لاندې علمي سيالۍ کې التقوی د لوړو زده کړو موسسې درېيم مقام خپل کړ


د محصلينو ترمنځ دغه علمي سيالي د فساد پر وړاندې د افغانانو د همغږۍ اداري له لورې د التقوی د لوړو زده کړو موسسې په همکارۍ ترسره شوه، چې په کې د کونړ او لغمان ولايتونو سربېره په ننګرهار کې د بېلابېلو پوهنتونونو زده کړيالانو برخه اخيستې وه.

د پروګرام په پيل کې د التقوی د لوړو زده کړو موسسې رييس دوکتور عبداللطيف مل د خپلو خبرو پرمهال فساد يوه شومه پديده ياده کړه او هغه يې د هېواد د پرمختګ پر وړاندې يوه لويه ننګونه وبلله ښاغلي مل په دې برخه کې له ګډونوالو سره په نورو هېوادونو کې له فساد سره د ځوانانو د مبارزې تجربې هم شريکې کړي.

وروسته د فساد پر وړاندې د افغانانو د همغږۍ اداري رييس صداقت عليزي او په ننګرهار کې د مثبت بدلون ټولنې مشر عبدالبصير سباوون هم په خپلو خبرو کې د فساد پر وړاندې مبارزه کې د ځوانانو په ونډه هر اړخيزه ويناوې وکړې.

د يادونې وړ ده، چې د مقالې وړاندې کولو په دغه علمي سيالۍ کې د التقوی د لوړو زده کړو موسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصل بيت الله سا حل ددې سيالۍ درېيم مقام خپل کړ.

Related Posts