English Pashto
0

د موضوع وړاندې کولو سيالي ترسره شوه

التقوی د لوړو زده کړو موسسې د اقتصاد پوهنځي محصلينو ترمنځ د موضوع وړاندې کولو سيالي د موسسې د موسس، رهبرۍ او استادانو په شتون کې ترسره شوهپه ياده سيالۍ کې د موسسې علمي چارو مرستيال عبدالحميد سيرت وويل له دې سيالۍ څخه يې موخه د محصلینو د مهارتونو او د عملي ډګر لپاره د هغوي ظرفيتونو لوړونه ده، ښاغلي سيرت زياته کړه اداره د محصلينو د نظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړو ته ژمنه ده او په دې برخه کې به لا زيات کار وکړي.همدارنګه په دې سيالۍ کې د اقتصاد پوهنځي محصل عبيدالله لومړی، فهيم الله دويم او محمد عمران درېيم مقامونه خپل کړل او د ادارې له لورې ستاينليکونه ورکړل شول.ديو ډاډمن راتلونکي پر لورد خپرونو امريت

Related Posts