English Pashto
0

د ننګرهار ولايت د لوړو زده کړو کمېسيون يو پلاوی التقوی د لوړو زده کړو موسسې څخه ليدنه وکړه

د استاد محمد اسحق شهید زوی په مشرۍ د ا.ا.ا د لوړو زده کړو کمېسيون يوه پلاوي ، چې د موسسې رهبرۍ يې ملتيا کوله د درسي بهير له جريان او نورو برخو څخه ليدنه ترسره کړه.ددې ليدنې پر مهال د ياد کمېسيون مشر استاد محمد اسحق شهيد زوی محصلينو ته د خپلو خبرو پر مهال وويل د هېواد ابادۍ او پرمختګ لپاره مسلکي لوړې زده کړې بنسټيز رول لري او له هر ډول وېرې او تشويش پرته خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ.همداراز د موسسې رييس خوشحال جواد د ا.ا.ا د لوړو زده کړو کمېسيون پلاوي راتګ ته د هرکلي ترڅنګ هغوی ته د تدريسي بهير او نورو چارو د غوره والي او پياوړتيا ډاډ ورکړ.ديو ډاډمن راتلونکي پر لورد خپرونو امريت

Related Posts