English Pashto
0

د ښوونکي نړيواله ورځ ونمانځل شوه


التقوی د لوړو زده کړو موسسې محصلينو له لورې د ښوونکي نړيواله ورځ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې و نمانځل شوه، په دغو مراسمو کې د موسسې رهبرۍ، استادانو او يو شمېر محصلينو شتون درلود.په پیل کې د موسسې رئيس خوشحال جواد ټولو ښوونکو ته د دوی د ورځې له امله د مبارکۍ ترڅنګ د ښوونکې د مقام او ارزښت په اړه هر اړخيزه وينا وکړه او زیاته یې کړه، ښوونکې دي، چې يوه ټولنه، هېواد او نړۍ رهبري کوي، نو په کار ده، چې د دوی ستاينه، درناوی او احترام وشي او هغوی هم خپلې دې سپېڅلې دندې ته ژمن پاتې شي.

Related Posts