English Pashto
0

د Lovely Professional university سکالرشيپونو لپاره ازموينه واخيستل شوه

التقوی د لوړو زده کړو موسسه کې د هندوستان هېواد  Lovely Professional university سکالرشيپونو لپاره له نږدې درې سوه

ګډونوالو څخه پر ليکه ( انلاين) ازموينه واخيستل شوه.

د ازموينې پر مهال ديادې موسسې علمي مرستيال محمد سماعيل مومند وويل د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې التقوی د لوړو زده کړو موسسې او هندوستان هېواد ( Lovely Professional university) تر منځ د ۵۰ سکالرشيپونو هوکړه ليک لاسليک شوی، چې نږدې درې سوه ګډونوالو څخه له نوم ليکنې وروسته ازموينه واخيستل شوه، چې له مخې به يې بريالي کسان په خپله برخه کې څلور کلنې لوړې زده کړې د هندوستان هېواد په ياد پوهنتون کې ترسره کړي.

ديو ډاډمن راتلونکي پر لور

د خپرونو امريت

Related Posts