په کاري چاپیریال کې د جنډر پر بنسټ تبعیض د کچې را کمول او له منځه وړل
هر فرد له نورو افرادو څځه توپیر لري، په دې معنا چې دوی بېلابېل خویونه، عادتونه، کلتور، عمر او جنسيت لري او له بېلابېلو سیمو څخه دي، چې يو شمېر نور توپیرونه هم لري. په هر صورت، جنډر په یوه اداره کې د افرادو د سلوک د څرنګوالي او له خلکو سره ددې ځانګړتیاو په مرستو باندې د پوهېدو په برخه کې خورا مهم رول لوبوي، په ځانګړې توګه له مخالف جنس سره، چې دوی څرنګه کولای شي، چې په یوه اداره کې په اغیزناکه توګه او له یو بل سره په همکارۍ کې کار وکړي. په کاري چاپیریال کې د جنډر پر بنسټ د تبعیض کچې راټیټول او له منځه وړل، د جنډر نورمونو ته اړتیا لري او په سازماني بهیرونو کې اړیکې کولای شي د ټولو له پاره د برابرې ګټې او ګډون څخه ډاډ راکړي، او د نوښتونو ترسره کولو او په اغیزناکه توګه د جنډر پروګرام جوړولو لپاره سالم او هوسا چاپیریال رامنځته کړي.
د جنډر لفظ د نارینه او ښځینه کارکوونکو لپاره د هوسا کاري چاپیریال رامنځته کولو په معنا دی، چې د “جنډر برابرۍ” په نامه هم یادیږي، سربیره پردې په سازماني پروسو کې کاري فرهنګ د سازماني فعالیتونو پایلې پیاوړې کوي. ډېری سازمانونه او ادارې د ټیمونو او کارکونکو د مدیریت لپاره نوي تکنالوژي او بهیرونه کاروي خو یو ټکی چې، په دې سازمانونو کې له پامه غورځېدلی هغه د جنډر نابرابري ده او په دې ځانګړې اړخ باندې تمرکز خورا اړینه ده ځکه ،چې اغیزناکتوب او ګټورتیا په دې پورې اړه لري، چې یوه اداره له خپلو کارکونکو سره څنګه چلند کوي. د جنډر برابري او تنوع موخې اسانې دي او ډاډ ترلاسه کوي چې هر وګړی یو شان فرصتونو ته لاس رسی ولري او یو شان مناسب سلوک ورسره کېږي. دا روښانه ده چې موږ ټول ددې حق لرو چې په داسې یوه کاري چاپیریال کې کار وکړو چې له تبعیض او زورونې، او جبر څخه پاک وي، خو کله چې موږ د هرې ادارې په هکله پلټنه وکړو و به ګور چې دا حقیقت وجود نلري. باید په یاد ولرو چې ادارې تل په دې ټکي نه پوهېږي چې، ستاسو د ادارې تګلارې او پروسې سره په ټکر کې دي او ځنو خلکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې برابر فرصتونه ولري.
ادارې نشي کولای چې په جدی توګه د ځانګړي جنډر او نسل مخنیوی وکړي، خو د پلټنې پر مهال کېدای شي ادارې هغه پټ خنډونه په ګوته کړي چې ددې ستونزې لامل ګرځېدلي دي. کلونه پخوا د جنډر برابري یوه بهرنی اصطلاح ګڼل کېده، ځکه چې د تاسیس شویو ادارو لاسته راوړنې د “نارینه وو ډله ییز کارونو” پورې تړل کېدل. دا سناریو ورو ورو بدلېږي ځکه چې ادارې په دې حقیقت پوهېږي چې، د ګټې او بریالیتوب لپاره، دا ډېره مهمه ده چې باید بېلابېل او متنوع کاري ځواک ولري، موږ په دې باور یو چې د یو ځانګړي جنډر د کاري ډلې په پرتله ډول ډول کاري ډلې ډېرې اغیزناکې او ګتورې دي، ددې لپاره ډېر لاملونه شتون لري چې موسسې په کاري چاپیریال کې د جنډر تنوع ساتي چې ځينې یې په لاندې ډول دي:
د دندو لایحه
د بست موخه: د جنډر پالیسي پلي کوي، څو د موسسې په کچه د جنډر له برابرۍڅخه ډاډ ترلاسه شي او د کارکونکو او محصلینو د حقونو ملاتړ وکړي؛