د التقوی د لوړو زده کړو موسسه په نړیواله کچه د غوره او با کیفیته لوړو زده کړو د وړاندې کولو لپاره ځانګړې شوې چې د هېواد او سیمې په کچه خپل محصلین ددې جوګه کوي، چې په راتلونکي کې د رهبرانو او متخصصینو په توګه خپلې دندې ترسره کړي.
التقوی د لوړو زده کړو موسسې تدریسي چارې د تکړه او با تجربه استادانو لخوا پرمخ وړل کېږي، چې په کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو کې یې خپل تحصیلات د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې پورې بشپړې کړي دي. د محصلینو لپاره د لابراتوار او ویډیو کنفرانسونو داسې اسانتیاوې برابرې شوې دي، چې سارې یې د امریکې متحده ایالتونو او اروپایي هیوادونو په پوهنتونو کې لیدل کېږي. هغوی په پراخه توګه د څېړنې اسانتیاوو ته لاس رسۍ لري، چې پر تدریسي کتابونو سربېره، برېښنايي ډیټابیسونو ته د هغوی لاس رسي لپاره زمینه برابروي،استادان د محصلینو په بېلابېلو فعالیتونو کې ګډون کوي، چې نه یواځې هغوی ته د سرګرمۍ زمینه برابروي بلکې د محصلینو د دولتي ټولنې په څیر ګروپونو له لارې د رهبرۍ چانس هم برابروي.
محصلین التقوی د لوړو زده کړو په موسسه کې د بریالیتوب لپاره د اړینې پوهې او مهارتونو د ترلاسه کولو سره سره، خپل شخصیت، صداقت، متقابل درناوی هم پیاوړی کوي او کولای شي چې انتقادی بصیرت، او اړین ذهني وضعیت هم ولري څو د خپلې کورنۍ او هیواد د راتلونکي لپاره د ښې رهبرۍ او خدمت کولو جوګه شي. دوی په ویاړ او پیژندنې سره فارغیږي ځکه چې دوی د سیمې په کچه په یو بریالۍ او قانون مندې موسسه کې خپلې زده کړې پرمخ وړي.
د التقوی د لوړو زده کړو موسسه، په هېواد کې د یوې خصوصي، غیر انتفاعي، خپلواکې موسسې په توګه د جنډر، سیاسي تړاو، مذهبي عقیدو، کورنۍ شتمنۍ، ارزښتونو او نورو اړیکو پرته محصلين قبلوي او د زغم، زیار، فکري بياوړتيا او بیان ازادۍ یوې مناسبې فضا ته وده ورکوي.
درنو محصلينو! زه ددې موسسې د بنسټګر په توګه د خپل او نورو خلکو په ژوندون کې د بدلون رامنځته کولو په موخه دې علمي ځای ته ستاسو د ګډون او راتګ هرکلی کوم.
انجنیر امان الله امان