English Pashto
0

لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد خصوصي پوهنتونونود رهبرۍ له غړو سره ولیدل.


دغه لیدنه د روان کال د عقرب/ لړم میاشتې په اتمه کابل کې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو اتحادیې په مرکزي دفتر کې ترسره شوه، چې په کې د یادې اتحادیې د رهبرۍ یو شمېر غړو شتون درلود.

ددې ناستې په پیل کې د هېواد د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې عمومي رییس ډاکټر محمد شفیع نعيمي د خپلو خبرو پرمهال د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو شته ستونزي د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره شريکې کړې.

وروسته په ختیځ کې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو په استازولۍ التقوی د لوړو زده کړو موسسې رییس دوکتور عبداللطیف مل د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر څخه غوښتنه وکړه، چې خپلو کړو ژمنو ته د ځانګړې پاملرنې ترڅنګ ورته ژمن هم پاتې شي، ښاغلي مل د خصوصي پوهنتونونو په استازیتوب د هر ډول همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

د لوړو زده کړو سر پرست وزیر انجینر عباس بصیر د خپلو خبرو پرمهال وویل د خصوصي پوهنتونونوستونزې یې درک کړي او په دې برخه کې به کړندي ګامونه هم واخلي، نوموړي زیاته کړه، چې په راتلونکي کې به ددې وزارت پالېسیو، کړنلارو او قوانیونو په جوړولو کې خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ته هم وړنډه ورکړي، څو د دوی غوښتنې او ستونزې په کې په نظر کې ونیول شي.

د یو ډاډمن راتلونکي پر لور

دخپرونو مدیریت

Related Posts