English Pashto
0

Nearly 700 graduates with professional knowledge and skills were presented to serve the community

About 700 male and female graduates from the faculties of law and political science and economics in the twelfth term of the Al-Taqwa Institute of Higher Education were presented at a large gathering to serve the community. Engineer Amanullah Aman, Founder Engineer, Director Khushal Jawad, Deputies, Lecturers, Administrative Staff, Deputy Governor of Nangarhar, Lecturers of Nangarhar University, High School for Eastern Zone. Representatives of the Education Commission and officials of various institutions, family members and friends of the graduating students were present. Alam spoke about the importance of science and reminded them of their future responsibilities. Later, Khushal Jawad, director of the institute, said that about 700 male and female graduates would be presented to the society at the graduation ceremony. Speaking to the graduates, Mr. Jawad said, Mr. Jawad also highlighted the future academic programs and activities of the institute. He asked the officials to provide job opportunities to the professional and specialized youth within the framework of the government. At the graduation ceremony, the Deputy Governor of Nangarhar, Sheikh Abdul Sabur Abu Dujana Al-Taqwa, thanked the founder, director and all the leadership of the Higher Education Institution for this. Deputy Governor Abu Dujana said that the country needs professional cadres and we will work together for its development. . Speaking at the grand gathering, Qazi Khalid Sadaqat, head of the commission for higher education at the eastern zone, said it was a great pleasure to attend a gathering of hundreds of young people to serve the community. He added that now is not the time for young people to go to the office with doctoral and master’s degrees, but remain frustrated, but the Islamic Emirate always supports the country’s academic cadres and will support them. Abdul Basir Sabawoon, the head of the Society for Positive Change, also congratulated the graduates and encouraged them to pursue higher education and progress and prosperity in the country. All the graduates were given certificates of graduation by the academic vice chancellor of the institute, Mr. Abdul Hameed Seerat, after taking the oath of allegiance to Islam, profession and country. Sadaqat and Al-Taqwa on behalf of Nangarhar University to Prof. Syed Akram Hashimi The awards were presented by the organization to the Deputy Governor of Nangarhar, Director of Education and Abdul Basir Sabawoon. It should not be forgotten that at the graduation ceremony, the members of the cultural committee of the organization presented a play related to the current situation and a song prepared for Al-Taqwa by two blind students.

Related Posts

0

نږدې اووه سوه تنه په مسلکي پوهه او مهارتونو سمبال فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول


التقوی د لوړو زده کړو موسسې دولسمه دوره کې له حقوقو او سياسي علومو او اقتصاد پوهنځيو څخه شاوخوا اووه سوه تنه نارينه او ښځينه فارغان د يوې لويې غونډې په ترڅ کې ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.د فراغت دغه ستر غونډه ، چې د ۱۴۰۰ ل کال د ميزان مياشتې په ۸مه نېټه ترسره شوه، چې پکې د يادې موسسې موسس انجينير امان الله امان ، رييس خوشحال جواد، مرستيالانو، استادانو، اداري کارکونکو، د ننګرهار مرستيال والي، د ننګرهار پوهنتون استادانو، د ختيځ زون لپاره د لوړو زده کړو کمېسيون استازو او د بېلابېلو ادارو مسولينو، د فارغېدونکو محصلينو د کورنيو غړو او دوستان شتون درلود.د غونډې په پيل کې رضوان الله همت شينواري د موسسې د بنسټګر په استازيتوب مېلمنو ته د ښه راغلاست او فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ محصلينو ته د علم د اهميت په اړه وينا وکړه او هغوی يې خپلو راتلونکو مسوليتونو ته متوجه کړل.وروسته د يادې موسسې رييس خوشحال جواد د خپلو خبرو پرمهال وويل په دغه فراغت غونډه کې نږدې اووه سوه تنه نارينه او ښځينه فارغان په مسلکې پوهه سمبال ټولنې ته وړاندې کېږي، ښاغلي جواد يادو فارغانوته په خبرو کې وويل، که څه هم تاسې په ډېرو بدو اقتصادي او کاري شرايطو کې ټولنې ته وړاندې کېږئ، خو بيا هم خپل همت به له لاسه نه ورکوئ او د خپل علمي ژوند ډيوه به بله ساتئ.ښاغلي جواد همدارنګه د موسسې پر راتلونکو علمي پروګرامونو او فعاليتونو رڼا واچوله اود ا.ا.ا له مسولینو يې غوښتنه وکړه، چې مسلکي او متخصصو ځوانانو ته دې د حکومت په چوکاټ کې د کار زمينه برابره شي.وروسته د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيداکرم هاشمي فارغو محصلينو او د دوی کورنيو ته د مبارکۍ ترڅنګ له محصلينو وغوښتل چې خپلو ديني او ملي ارزښتونو ته په کتو دې کړېدلي ولس ته د خدمت جوګه شي.د فراغت په دغه غونډه کې د ننګرهار ولايت مرستيال والي شيخ عبدالصبور ابو دوجانه التقوی د لوړو زده کړو موسسې موسس، رييس او ټولې رهبرۍ څخه له دې امله مننه وکړه، چې د هېواد د ځوان نسل روزنې ته يې مټې رانغاړلي او په دې برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي، مرستيال والي ښاغلي ابو دوجانه زياته کړه، چې دا هېواد مسلکي کادرونو ته اړتيا لري او د ابادۍ لپاره به يې په ګډه کار کوو. دې ستره او وياړمنه غونډه کې د ختيځ زون لپاره د لوړو زده کړو وزارت د کمېسيون مشر قاضي خالد صداقت وويل د خوښۍ او خوشحالۍ ځای دی، چې نن په داسې يوې غونډه کې ګډون کوم، چې په سلګونه ځوان کادرونه په کې ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کېږي، هغه زياته کړه اوس هغه وخت نه دی، چې ځوانان د دوکتورا او ماسترۍ اسناد په لاس دفتر په دفتر وګرځي، خو ناهيلي پاتې شي، بلکي اسلامي امارت هر وخت د هېواد علمي کادرونو ملاتړ کوي او له دوی څخه به په بېلابېلو برخو کې د هېواد ابادۍ لپاره کار واخلي.په غونډه کې د مثبت بدلون ټولنې مشر استاد عبدالبصير سباوون هم د خپلو خبرو پر مهال فارغو محصلينو ته د مبارکۍ ترڅنګ هغوی نورو لوړو زده کړو او د هيواد پرمختګ او ابادۍ ته وهڅول.همدارنگه د التقوی ټولو فارغو محصلینو ته ددې موسسې د علمي مرستیال محترم عبدالحمید سیرت لخوا اسلام، مسلک او هېواد ته د وفادارۍ سوگند د ورکولو څخه ورسته د علمي شخصیتونو په مبارکو لاسونو هغوی ته د فراغت تصدیقونه ورکړل شول.همداراز د لوړو زده کړو وزارت په استازيتوب قاضي خالد صداقت او د ننګرهار پوهنتون په استازيتوب پوهنوال سيد اکرم هاشمي ته التقوی د لوړو زده کړو موسسې له لورې ايوارډونه او د ننګرهار مرستيال والي، د پوهنې رييس او عبدالبصير سباوون ته د اعزاز لونګۍ ور په سر شوې. هېره دې نه وي، چې د فراغت په دغې غونډه کې د موسسې د فرهنګې کمېټې د غړو له لورې د اوسنيو حالاتو اړوند تمثيلي پارچه او د دوه تنو نابينا محصلينو له خوا التقوی ته برابره کړې ترانه هم وړاندې شوه.ديوډاډمن راتلونکي پر لورد خپرونو مديريت

Related Posts