English Pashto
0

په نړۍ کې د امريکا د جګړې اصلي موخې

!!التقوی د لوړو زده کړو موسسې د علمي چارو مرستيالۍ له لورې د فرهنګي کمېټې په همکارۍ په نړۍ کې د امريکا د جګړې اصلي موخې تر عنوان لاندې علمي کنفرانس ترسره شو، چې د موسسې د موسس، رهبرۍ، استادانو، اداري کارکوونکو او د بېلا بېلو پوهنتونوګڼ شمېر محصلينو په کې شتون درلود. په پيل کې د موسسې رييس خوشحال جواد د خپلو خبرو پر مهال وويل له اوږدې مودې راهيسې د کرونا ناروغۍ له امله درسي بهير زيانمن شوی، چې په لنډه موده کې ددې زيان جبران بايد په ټولګيو کې د تدريس ترڅنګ په بېلابېلو موضوعاتو کې د ورکشاپونو او سيمينارو په وړاندې کولو سره ترسره شي.ښاغلي جواد له محصلينو وغوښتل، چې په داسې علمي سيمينارونو او کنفرانسونو کې په ډېرې لېوالتيا سره برخه واخلي.وروسته علمي کنفرانس وړاندې کوونکي د موسسې رييس خوشحال جواد ( په نړۍ کې د امريکا د جګړې اصلي موخې) تر عنوان لاندې برابر کړی علمي کنفرانس وړاندې کړ او په دې برخه کې يې د ګډونوالو يو شمېر پوښتنې هم ځواب کړې. ديو ډاډمن راتلونکي پر لورد خپرونو امريت

Related Posts