English Pashto
0

په نړۍ کې د امريکې د جګړې اصلي موخې

التقوی د لوړو زده کړو موسسه د کرنتين له امله د تېرو يو نيم کلنو اوږدو رخصتيو د تدريسي جبران لپاره تعهد لري چې په منظم او مسلسل شکل علمي سيمينارونه، ورکشاپونه، مناقشې او بحثونه تر تيب کړي، ذکر شوې پروګرامونه به د متخصصو او مجربو علمي کادرونه، دانشمندانو او پوهانو له خوا وړاندې کېږي.په يادو پروګرامونو کې نه يوازې دا چې د التقوی د لوړو زده کړو موسسې استادان او محصلين ګډون کولای شي بلکې د نورو پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسساتو استادان او محصلين هم پکې د ګډون حق لري، له علاوه د دولتي منسوبينو، د مدني ټولنو د بنسټونو او ټولو هيوادوالو راتګ او په متذکره برنامو کې يې ګډون مونږ ته د قدر وړ دی او هر کلی يې کوو.د پورته بحثونو په لړۍ کې غواړو ( په نړۍ کې د امريکې د جګړې اصلي موخې ) تر عنوان لاندې علمي سيمينار راتلوونکې سه شنبه وړاندې کړو، تاسو ټولو محترمو ته پکې د ګډون بلنه در کوو.ځای: التقوی د لوړو زده کړو موسسې کنفراس هالنېټه: ۱۳/۷/۱۴۰۰هـ شورځ: سه شنبهوړاندې کوونکی: التقوی د لوړو زده کړو موسسې رئيس او استاد خوشحال جوادد خپرونو مديريت

Related Posts