English Pashto
0

التقوی د لوړو زده کړو موسسې له فعاليتونو څخه څارنه ترسره شوه!


د ننګرهار پوهنتون او د اسلامي امارت د لوړو زده کړو کمېسيون يو ګډ پلاوي، چې پوهاند عباد الرحمن مومند، پوهنوال محمد عظيم عظيمي،پوهنوال محمد ايمل حقمل او پوهنيار محمد اسحق شهيدزوی په کې شتون درلود ددې موسسې رئيس، مرستيالانو او د کيفيت تضمين او اعتبار ورکونې امر يې ملتيا کوله د موسسې د بېلابېلو برخو د علمي او ادارې فعاليتونو څخه ليدنه ترسره کړه.د څارنې پرمهال ياد پلاوي التقوی د لوړو زده کړو موسسې علمي او اداري فعاليتونه مثبت و ارزول او په يو شمېر برخو کې د لاپياوړتيا په موخه ځينې سپارښتنې هم وکړې، چې د موسسې د مشرتابه له لورې پروخت د ترسراوي ډاډ ورکړل شو.

د يو ډاډمن راتلونکي پر لورد خپرونو امريت

Related Posts