English Pashto
0

پېښې د ځای تمثيل عملي پروګرام ترسره شو!!


التقوی د لوړو زده کړو موسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ څانګې له لورې د محصلينو د عملي زده کړو په موخه د يادې څانګې مجرب کادر محترم استاد حمدالله حمیدي په لارښوونې او د محصلينو پر مټ تمثيل د موسسې د رهبرۍ، استادانو او يو شمېر محصلينو په شتون کې ترسره شو. د پروګرام د پرانيستې پر مهال التقوی د لوړو زده کړو موسسې رئيس خوشحال جواد د قضاء او څارنوالۍ څانګې د مسولينو او لارښود استاد څخه د مننې ترڅنګ وويل د محصلينو د عملي زده کړو لپاره خپل ټول امکانات په کار اچوو او په هره برخه کې د محصلينو ظرفيت لوړونې ته ژمن يو ښاعلي جواد زياته کړه، چې د محصلينو عملي کارونو

او علمي سفرونو د برابرولو په برخه کې به لا ډېر کار وکړي. ښاغلي جواد د پوهنځي، له مسولينو وغوښتل، څو د محصلينو عملي پروګرامونو ته ځانګړې پام لرنه وکړي.وروسته د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ څانګې د محصلينو له لورې دپېښې د ځای تمثيل په ښه شان ترسره شو، چې د ناستو ګډونوالو د ځانگړې پاملرنې وړ وگرځېد.په پای کې د موسسې علمي چارو مرستيال محترم عبدالحميد سيرت د ارزونې ترڅنک ياد پروګرام د محصلينو عملې زده کړو په برخه کې مثبت ياد کړ او زياته يې کړه، چې د محصلينو له لورې ټول رولونه په غوره او مسلکي توګه ترسره شول، چې دا د دوي د عملي زده کړو د پياوړتيا ښکارندوي کوي.د يو ډاډمن راتلونکي پر لورد خپرونومديريت

Related Posts