اسانتیاوې

  • د محصلینو د کلبونو يا ټولنو لپاره د غونډو تالار

دا موسسه د محصلونو د کلبونو او نورو ټولنو د غونډو لپاره مجهز تالار لري.

  • جومات (مسجد)

همداراز موسسه په ښایسته توګه ډیزاین شوی جومات لري چې ۲۴ ساعته د لمونځ کوونکو پرمخ پرانیستی دی.

  • تم ځای( پارکنګ)

التقوی د لوړو زده کړو موسسه  د استادانو، محصلینو، او مراجعینو د نقلیه وسایطو د پارک کولو لپاره مناسب او پراخ پارکنګ هم لري.

  • کتابتون
  • حقوقي کلینیک
  • د محصلینو تر منځ د نظریاتو او تجربو د شریکولو پروګرامونه

دا موسسه یو مجهز برېښنايي کتابتون لري، چې د ټولو څانګو کتابونه او د مطالعې لپاره وړ چاپيريال هم لري.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د محصلینو لپاره حقوقي کلینیک هم تاسیس شوی دی، چې کولای شي خپل عملي کارونه پکې ترسره کړي.

  • انټرنټ ته وړیا لاس رسی

د محصلینو لپاره د چټک انټرنټ اسانتيا هم برابره شوې ده، چې کولای شي د زده کړې په موخه ورڅخه ګټه پورته کړي.

التقوی د لوړو زده کړو موسسې له بېلابېلو نړیوالو پوهنتونو سره هوکړه لیکونه لاس ليک کړي،  چې په هغه کې د محصلینو تر منځ د معلوماتو د شریکولو پروګرامونه او ګډ څېړنیز فعالیتونه شامل دي.

  • کفیتریا( کانتين)

د استادانو او محصلینو لپاره د روغتيايي خوړو او غذايي موادو د برابرولو لپاره کفیتریا هم شتون لري.

  • د ښځینه محصلینو لپاره د ټرانسپورټ اسانتياوې

د ټرانسپورت اسانتياهم د سهار او هم د ماښام دورې د ښځینه محصلینو لپاره برابره شوې ده.