د ادبي غلا پالېسي

د ادبي غلا پالېسي

۰. ۱ سریزه

۱.۱ ددې پالېسۍ موخه د ادبي غلا د په ګوته کول، مخنیوی او له هغې سره د تعامل په موخه  د یو کاري چوکاټ جوړل دي، څو ددې اموسسې محصلینو او استادانو ترمنځ د علمي وړتیا، ایماندارۍ او ريښتينولۍ څخه ډاډ ترلاسه شي، که چېرې روښانه شي چې د موسسې کوم محصل یا کارکوونکي له خوا د کوم ضخص فکري شتمنی يا معنوي ملکیت څخه په خپل نوم ګټه اخيستيل شوې وي یا په دې برخه کې مرسته او یا هم هڅونه شوې وي، دا فکري بې ایماني او ادبي غلا ګڼل کېږي او په هره بڼه چې وي دا کار التقوی  د لوړو زده کړو موسسې ته د منلو وړ نه دی.

۱.۲ دا پالېسي د علمي پلاوي ټولو غړو او محصلینو لپاره د یو لارښود په توګه کار کوي، څو په ځانګړې توګه د علمي خپرونو په برخه کې د علمي معیارونو درناوی او ساتنه وکړي او له علمي بې ایمانۍ، دوکو او د نورو خلکو د مفکورو له غلاکولو او ادبي غلا څخه په کلکه ډډه وکړي.

۱.۳ د موسسې اداره په دې پوهېږي، چې د استادانو او محصلینو له خوا په اغیزناکه توګه د فکري شتمنۍ تولید او مدیریت د ټولو خپرونو د کیفیت او اصلیت د پیاوړتیا لامل ګرځي، دا د موسسې لپاره خورا اړینه ده ، چې د لوړو زده کړو په برخه کې خپله ونډه په ښه توګه ترسره کړي،  موسسه په دې حقیقت هم خبره  ده،  چې ادبي غلا د نړۍ په کچه د پوهنتونو پروړاندې یوه لویه ننګونه ده او دا یو جدي سرغړونه ګڼي، چې د استادانو، علمي پلاوي غړو او محصلینو د مونوګراف، علمي مقالو، خپرونو او نورو علمي کارونو د مسترد کېدو لامل ګرځي.

۱.۴ دا د انضباطي کړنو لکه له موسسې څخه ويستلو اود ترفیع ځنډولو لامل هم ګرځېدلای شي، چې دموسسې  د مسولينو لخوا ټاکل شوې  یوې بې پرې او خپلواکې کمېټې له خوا په دې برخه کې څېړنه او پرېکړه کېږي.

۰.۲ د ادبي غلا تعریف

۱.۲ ادبي غلا د بل کس کار، څرګندونو، کلام او مفکورو،  کشفیاتو، هنري کارونو، موسیقۍ، ضبطونو، یا په کمپیوټر کې ترسره شویو کارونو لکه کمپیوټري پروګرامونو، سافټ ویرونو، ویب سایټونو، انټرنټي یا نورو برېښنایي سرچینو په خپل نوم پورې تړلو یا د خپل کار په توګه وړاندې کولو ته ویل کېږي، که څه هم چاپ شوي وي او یا نه او یا د اصلي سرچینو  له تاييد او يادولو پرته د پورتنیو مواردو ادعا وکړي.

۲.۲ همدا راز ادبي غلا د یو کس له خوا د خپل چاپي یا غیر چاپي اثر، نظریې، مفکورې، کشفیات، موسیقي یا نورو هنري کارونو او يا کمپيوټري کارونو د اصلي سرچینې په نه ذکر کولو سره بیا وړاندې کولو ته هم وايي،  په عمومي توګه دې کار ته خودي ادبي غلا ویل کېږي.

۳.۲ یا که چیرې د یو شخص نظریات، اظهارات، کلام، طریقې، پایلې د بل کس لخوا د خپلو ورته  نظریاتو، میتودولوژیو او پایلو د تشریح کولو لپاره کارول شوي وي یا پرته د اصلي سرچينې له يادولو د هغه له لارې  څخه کار واخیستل شي.   

۴.۲ د ادبي غلا بیلګې:

۱. د اصلي سرچینې له تایید او ذکر کولو پرته په مستقیمه توګه د نورو د کارونو نقل کول.

۲. د سرچینې له ذکر کولو پرته له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته د یو کاريا یوې لیکنې اړول.

۳. د اصلي سرچينې له يادونې پرته د خپل کار یا د نورو کارونه په بل عبارت لیکل.

۴. د نوي کار د توليد په موخه د خپل یا د نورو خلکو د کارونو برخې سره یو ځای کول.

۵. په ګډه توګه د یو ترسره شوي کار (یوه یا ټوله برخه ) د خپل ځانګړي کار په توګه وړاندې کول.

۶. د محصلینو کار، د هغوی په خوښه یا پرته د هغوی له خوښې په خپل نوم وړاندې کول.

۷. د خپل کار د تولید په موخه  یا د خپل تولید شویو کارونو د تسلیمونو په موخه له حرفوي کسانو یا ادارو استفاده کول.

۵.۲ ادبي غلا یو جدي علمي درغلي، فکري بې ایماني او غلا ده، چې له اخلاقي اصولو سره په ټکر کې ده او د پوهنتون په شان له یوې ادارې څخه د اخراج لامل ګرځېدای شي.

۶.۲ د یوې ادبې غلا د حد او کچې او سازماني شرایطو په پام کې نیولو سره غلا کوونکی  کس د ذکرشویو قوانیو سره سم مجازات کېږي یا اړ کېږي، چې په عامه توګه بخښنه وغواړي او له هغو موادو څخه تېر شي، چې د ادبي غلا پربنسټ یې چمتو کړي دي. 

۷.۲ که چیرې يوه ادبي غلا په وخت سره معلومه نه شي او وروسته په دې هکله معلومات ترلاسه شي، بیا هم کېدای شي چې مناسب بندیزونه پلی شي.

۰.۳ د ادبي غلا ډولونه

۱.۳ د Turnitin.com او څېړنیزو سرچینو په حواله د ادبي غلا دوه ډولونه یا کټګوری پېژندل شوي دي، ارادي او غیرې ارادي.  

۲.۳ارادي غلا هغه ده، چې د سرچینو يادونه پکې نه وي شوې (خو بیا هم ادبي غلا ګڼل کېږي).

الف. هغه ادبي غلا چې سرچینو يادونه پکې نه وي شوې

بیلګې یې په لاندې ډول دي:

۱. د خپل کار په توګه د نورو د کار ټکي په ټکي بدلول.

۲.  له بدلون پرته له یوې سرچینې څخه په مستقیمه توګه د یو متن ډېره برخه کاپي کول .

۳. له بېلابېلو سرچینو څخه په کاپي کولو سره د ادبي غلا هڅه کول، جملو ته تغیر ورکول، څو له یو بل سره اړیکه پیدا کړي خو ډېری اصلي جمله بندي په خپل حال پاتې وي.

۴. د سرچینې د مهمې منځپانګې ساتل او د مهمو کلمو او عبارتونو په بدلولو سره د لیکنې بڼې ته  بدلون ورکول.

۵. له څو نورو سرچینو څخه د لیکنې جوړښت ته بدلون ورکول او هغوی بېرته سره یوځای کول.

۶. له خپلو مخکنیو کارونو څخه پور اخیستل، چې د ډېرو علمي ادارو په اند له پالېسو څخه سرغړونه ګڼل کېږي.

ب.  هغه چې د سرچینو یادونه يې شوې وي، خو بیا هم ادبي غلا ګڼل کېږي

په دې کې لاندې موارد شامل دي:

۱. د هغو موادو د سرچینې مبهم کول، چې په هکله یې مشوره شوې وي، د بېلګې په توګه د یوې سرچینې لپاره د مؤلف نوم لیکل او د موادو مهمو معلوماتو له پامه غورځول.

۲. د هغو موادو د سرچینو په هکله د نيمګړو معلوماتو وړاندې کول، چې د ماخذ په توګه کارول شوي وي او امکان نه لري، چې يادې سرچینې د دې معلوماتو پر بنسټ وڅارل شي.

۳. که چېرې یو متن په مستقیمه توګه کاپي شوی وي، خو په قوسونو کې نه وي نیول شوی که څه هم سرچینه یې په مناسبه توګه ذکر شوې وي، په داسې حالاتو کې لیکونکی په ناسمه توګه ځان د اصلي معلوماتو مالک ګڼي.

۴. که چېرې یو ليکوال په مناسبه توګه په بل عبارت لیکنه وکړي، قوسونه په سمه توګه وکاروي او د ټولو سرچینو یادونه وکړي، خو کار په بشپړه توګه اصلي نه وي.

۵. که چېرې لیکوال د لیکنې په کومه برخه کې په مناسبه توګه د سرچینو یادونه وکړي، خو پرته له دې چې ذکر وکړي، په بل عبارت لیکلی بحث بلې خواته يوسي، چې د سرچینې له بحث څخه توپیر لري، په دې توګه لیکوال هڅه کوي، چې له متن څخه جوړ شوی مطالب د خپلې څېړنې په توګه انتقال کړي.

۳.۳ غېرې ارادي ادبي غلا: هغې غلا ته ویل کېږي، چې یو لیکوال د ماخذ ورکولو لپاره له منل شویو معیارونو څخه پیروي ونه کړي، همدا راز که چېرې یو لیکوال یو داسې اصلي متن کاپي کوي، چې په یو داسې ژبه لیکل شوی وي، چې لیکوال په تخنیکي او مفهومي معنا نه پوهېږي او نشي کولای، چې اصلي نظریات په خپله ژبه وړاندې کړي.

۰.۴ د ادبي غلا ارزول

۱.۴ادبي غلا یوه ډېره پېچلې اصطلاح ده او دا مهمه نه ده، چې په کومه بڼه ترسره کېږي، کله چې د یوې علمي ادارې د کار کوونکو له خوا د ترسره شوي علمي کارونو کیفیت په ډاګه شي نو باید په مناسبه توګه وارزول شي. 

۲.۴ د ارادي او غیر ارادي ادبي غلا په صورت کې باید د علمي موادو کیفیت په پوره پاملرنې سره اندازه شي،  په ۲۰۰۹ کال کې د Ngozi, Eyiuche & Ngoz د شمېرنې پربنسټ ځانګړي وړاندیزونه نه یواځې د راټولېدونکو اسنادو په توګه بلکې د ادبي غلا د ارزولو د یوې لارې په توګه هم کارول کېدای شي.

۳.۴ د نقل کولو د طریقو یو ځای کول، د نقل قول او ماخذونو نشتون ټول د علمي موادو د ادبي غلا د ارزونې یا رامنځته کولو ستراتېژي ده.

۱. د نقل قول د طریقو یوځای کول: د یو کار د نقل کول کولو لپاره بېلابېلې لارې چارې شتون لري، کارونه د هارورډ د شیکاګو، APA، AAA، MLA او نورو لارو نقل شي، په هیڅ صورت کې لیکوال باید په یو متن کې دا طریقې سره یو ځای نه کړي، دا کار کول د لیکوال د بې ایمانۍ کچه ښيي، ځکه نو دې کار ته باید د ادبي غلا په سترګه وکتل شي.

۲. د نقل قول او ماخذونو نشتون: پرته له دې چې په مناسبه توګه د سرچینې نوم ذکر شي د یو متن نقل کول جدي سرغړونه ده ځکه، نو لیکوال باید دا متن په قوسونو کې ونیسي او بیا د هغې پر بنسټ په مناسبه توګه یې نوم ذکرشي، هغه علمي کارونه چې پرته له ماخذ څخه تولید شي د کار په پای کې ادبي غلا رامنځته کوي.

  • سازماني مسولیت

دا موسسه د داسې یوې پالېسۍ په اړتیا باندې ټینګار کوي، چې نه یواځې د سزا ورکولو بلکې د محصلینو او کارکوونکو په منځ کې د ادبي غلا د مخنیوي په برخه کې هم مرسته وکړي، سربیره پردې ادبي غلا او نور ورته موضوعاتو ته باید د موسسې په تعلیمي نصاب کې ځای ورکړل شي او دا باید دموسسې له اساسي لومړیتوبونو څخه وي چې: 

۱. د ادبي غلا د خطرونو په هکله علمي ټولنې ته تعلیم ورکړي.

۲. په علمي کارونو او نورو څېړنو کې د ادبي غلا د ارزولو لپاره د مناسبو سافټ ویرونو ترلاسه کول.

۳. له بېلابېلو پوهځیو، ښوونځیو او څانګو څخه ملاتړ کول څو د هغوی محصلین او زده کوونکي د ادبي غلا اړوند لازم معلومات ترلاسه کړي.

۴. په هغو کتابونو کې چې محصلینو ته ورکول کېږي باید د ادبي غلا اړوند د موسسې د غبرګون په هکله معلومات موجود وي.

۵. دموسسې  کتابتونونه باید د ادبي غلا اړوند مسایلو سره د تعامل په موخه په ځانګړې توګه د محصلینو د مونوګراف او دندو په برخه کې په لازمو لوژستیکي موادو او سافټ ویرونو سمبال وي.

۰.۶ د محصل یا ليکوال(مولف) مسولیت

۱.۶ محصلین او علمي کارکوونکي باید په موسسه کې لاندې ټکي په پام کې ولري:

۱. ځان د ښې لیکنې په ښو مهارتونو سمبال کړي.

۲. باید په دې په شي، چې کوم کار ادبي غلا ګڼل کېږي او کوم کار باید وکړي، چې د ادبي غلا له لومې څخه ځانونه وژغوري.

۳. د موسسې له خوا د نقل قول په منل شوې لار باندې بايد پوه شي.

۲.۶ دا اړينه ده، چې ددې موسسې ټول کار کوونکي له دې مسولیتونو څخه پیروي وکړي، څو په علمي چاپيريال کې په معقوله توګه له فکر کولو او هوښیارتوب څخه ډاډ ټرلاسه شي ځکه، نو د ادبي غلا د را کمولو یا مخنیوی په برخه کې مرسته کوي، دا د ټولو هغو کسانو په منځ کې د ډسپلین د حس رامنځته کولو په برخه کې مرسته کوي، چې ځانونه په موسسه کې وګوري.

۰.۷ څېړنه او بندیزونه  

۸.۰ د محصلینو له خوا د ادبي غلا څېړنه

۱.۸ کله چې د استادانو یو غړی د کورس مسولیت ولري نود استادانو غړی باید:

۱. بايد پلټنه وکړي.

۲. له هغو محصلینو سره،چې تر پوښتنې لاندې راغلي دي غونډه وکړي.

۳. شک او شته ثبوتونه له محصلینو سره د بحث کولو په مخه وړاندې کړي.

۴. د موضوع په هکله د محصلینو نظریات يا دفاع واخلي.

۵. که چېرې استاد ډاډه شي، چې کومه سرغړونه نه ده شوې، نو محصلینو ته اجازه ورکوي او موضوع باید وتړل شي.

۲.۸ که چېرې محصل وکولای شي، چې د تور په هکله معقول او قناعت بخښونکي تشریحات وړاندې کړي او په ډاګه شي، چې په تېروتنې سره ادبي غلا ترسره شوې ده، دا پایله ترلاسه کېږي چې محصل په تیروتنې سره علمي سرغړونه کړې، لیکلی اخطار ورته ورکول کېږي.

۸.۳ په هرصورت، که چیرې ددې کار د اصلیت اړوند ګومان تایید شي، نو کېدای شي، چې د دې مسلې لپاره: 

۱. دڅانګې په کچه د حل لارې چارې لټول کېږي يا.

۲. د پوهنځي رييس ته راجع کېږي چې هغه د موسسې د ريیس مرستیال ته رسمي شکایت وړاندې کوي. دموسسې ريیس د مرستیال له غوښتنې سره سم د پوهځي ريیس یوه لومړنۍ غونډه جوړوي او راپور یې د موسسې د رييس مرستیال ته وړاندې کوي.

۳. د لازیاتې پلټنې لپاره د موسسې رييس مرستیال قضیه د شکايتونو کمېټې ته راجع کوي.

۴. د معلوماتو د اورېدو په پای ته رسیدو سره، د شکايتونو کمېټه د پایلې په هکله د موسسې ريیس مرستیال ته راپور ورکوي او د خپلو کتنو پر بنسټ خپل وړاندیزونه وړاندې کوي.

۹.۰ د یو کورس په دننه کې د ادبي غلا

۱. هر محصل چې په یوه سپارل شوې دنده کې په علمي ناوړه سلوک تورن شي باید د څانګې آمر ته معرفي شي. هغه بیا په ۸.۱ او ۸.۳  پاراګرافونو کې د ذکر شویو احکامو په پام کې نیولو سره د مسولو چارواکو له لارې موضوع حل کوي.

۲. د هر هغه محصل پر وړاندې د پلټنې او مجازاتو بهیر چې په ادبي غلا باندې تورن شوی وي د ۸.۱ – ۸.۳  پاراګرافونو په رڼا کې ترسره شي.

۹.۱ په یو سپارل شوي مونوګراف کې ادبي غلا د څانګې آمر او بیا سمدلاسه ريیس ته راپور ورکول کېږي او ريیس د قضیې د څېړلو په موخه یوه څېړنیزه کمېټه جوړوي، د دې کمېټې د موندنو اړوند راپور او د سپارښتنو بشپړ معلومات د موسسې دريیس مرستیال ته وړاتدې کېږي.

د ۹.۲ د ۸.۱ – ۸.۳ پاراګرافونو احکام باید د قضیې د څېړنې او د محصل د مجازات کولو په بهیر کې په پام کې ونیول شي.

۱۰.۰ د محصل له خوا ادبي غلا پروړاندې بندیزونه

۱۰.۱ د ادبي غلا لپاره د جریمې يا سزا اندازه د ارزونې لپاره د ټولو سپارل شویو کارونو لپاره پلي کېږي.

۱۰.۲  د جرم شدت د ارزونې یو اساسي معیار، د هغه کمیت دی، خو له دې سره سره، مجازات باید د جرم د کچې له شدت سره مناسب وي.

۱۰.۳ اندازه په دې بیلګه کې د لارښود استاد/سوپروایز د مسلکي قضاوت ته ویل کېږي نه د TURNITIN د اصلیت له راپور څخه ترلاسه شوې سلنې ته.

۱. د ادبي غلا څېړنه

د ادبي غلا د یوې پیښې د څېړنې پرمهال مهمه ده، چې لاندې ټکي په پام کې ونيول شي:

۱. د ادبي غلا منځپانګه د کار په درجه بندۍ کې څومره مهمه ده.

۲. سپارل شوی کار تر کومه حده پورې ادبي غلا ده.

۳. د محصل د زده کړې کال او کچه څومره ده.

۴. د محصل شالید.

۵. آیا زده کوونکي ته په کومه مرحله کې موقع ورکړل شوې ده، چې د ادبي غلا اړوند د انسټیټوټ له خوا برابر شوي کوم معلوماتي فعالیت کې ګډون وکړي.

۶. آیا نوموړی محصل په تېرو وختونو کې د ادبي غلا په کومه پېښه کې ښکېل و که نه .

7. د زده کوونکي له خوا کوم څرګند نیت، چې ګمراه کوونکی وي.

د ادبي غلا د جریمې يا مجازاتو کچه

Plagiarism Penalty Scale

د جدي توب کچه Degree of Seriousnessلومړی کال/لومړی پېښه 1st Year / 1st Incidentلومړی کال/دویمه پېښه 1st Year / 2nd Incidentنور /لومړۍ پېښه Other Undergraduate / 1st Incidentنور/دویمه پېښه Other Undergraduate / 2nd Incidentدرېیمه یا څلورمه پېښه 3rd or Further Incident
جدي (د متن تر ۲۰ سلنې زیاته برخه کاپي ده) SERIOUS  (More than 20% of text ‘copied  د نمرو له منځه وړل د دویم ځل تسلیمولو چانس، ترټولو لوړه نمره، چې کېدای شي ورکړل شي ۵۰ سلنه ده. د محصل په سوابقو کې ثبتېږي. محصل باید د کتابتون په روزنیز پروګرام کې ګډون وکړي. Cancellation of mark   Opportunity for resubmission, where the highest mark that may be awarded is 50%   Note on student’s record   Student has to participate in library trainingد نمرو له منځه  تلل، د کار دبیا تسلیمولو چانس نشته، د محصل په سوابقو کې ثبتېږي. Cancellation of mark   No opportunity to resubmit   Note on student’s recordد نمرو له منځه وړل، د کار د بیا سپارلو چانس نشته، د محصل په سوابقو کې ثبتېږي، محصل باید د کتابتون په روزنیز پروګرام کې ګډون وکړي. Cancellation of mark   No opportunity for resubmission   Note on student’s record   Student has to participate in library trainingانضباطي څېړنه Disciplinary investigationانضباطي څېړنه يا تحقیق Disciplinary investigation
منځنی (د متن تر لس سلنې ډېره، خو تر شل سلنې لږه برخه کاپي ده) MODERATE (More than 10%, but less than 20% of text ‘copied’)د نمرو له منځه وړل د دویم ځل تسلیمولو چانس، ترټولو لوړه نمره چې کیدای شي ورکړ شي ۵۰ سلنه ده. محصل باید د کتابتون په روزنیز پروګرام کې ګډون وکړي   Note on student’s record Cancellation of mark   Opportunity for resubmission, the highest mark that may be awarded is 50%   Student has to participate in library training   د نمرو کنسل کیدل، د کار دبیا تسلیمولو چانس نشته، د محصل په سوابقو کې ثبتیږي Cancellation of mark   No opportunity to resubmit Note on student’s recordد نمرو له منځه وړل د دویم ځل تسلیمولو چانس، ترټولو لوړه نمره ، چې کېدای شي ورکړل شي ۵۰ سلنه ده. محصل باید د کتابتون په روزنیز پروګرام کې ګډون وکړي   Cancellation of mark   Opportunity for resubmission, the highest mark that may be awarded is 50%   Note on student’s record   Student has to participate in library trainingانضباطي څېړنه Disciplinary investigationانضباطي څېړنه Disciplinary investigation
لږه (د متن تر لس سلنې لږه برخه کاپي ده) MINOR (Less than 10% of text ‘copied’)اخطار (نمرې باید کمې شي) د محصل په سوابقو کې ولیکل شي محصل باید د کتابتون په روزنیز پروګرام کې ګډون وکړي. Warning (marks must be deducted)   Note on student’s record   Student has to attend library trainingد نمرو له منځه وړل ، د کار د بیا تسلیمولو چانس شته، ترټولو لوړه نمره چې کېدای شي ورکړل شي ۵۰ سلنه ده، د محصل په سوابقو کې لیکل کېږي. Cancellation of mark   Opportunity for resubmission, the highest mark that may be awarded is 50%   Note on student’s recordاخطار (نمرې بایدې کمې شي) د محصل په سوابقو کې ولیکل شي محصل باید د کتابتون په روزنیز پروګرام کې ګډون وکړي.   Warning (marks must be subtracted)   Note on student’s record   Student has to attend library trainingانضباطي څېړنه Disciplinary investigationانضباطي څېړنه Disciplinary investigation

د ادبي غلا د جریمې کچې لړۍ ادارمه لري

۱۲.۰ د استادانو د غړو له خوا د ادبي غلا څیړنې او بندیزونه

۱۲.۱ څیړنې

۱. که چېرې د استادانو یو غړی د ادبي غلا په کومه پېښه کې ښکېل وي، د څآنګې آمر باید ريیس ته راپور ورکړي،  بیا رييس موضوع او د ادبي غلا د پېښې اړوند بشپړ راپور د استادانو بورډ ته وړاندې کوي.

۲. شکایت او راپور باید ټول د موسسې مرستیال ته وړاندې شي، دموسسې  مرستیال دا پېښه د پرېکړې او کړنو په موخه د نظم او دسيپلين کمېټې ته سپاري.

۳. د استادانو له خوا د ادبي غلا راپور له هغو ژورنالونو څخه ، چې موسسې  ته وړاندې شوی دی د علمي پلاوي ته راجع کېږي، ګومارل شوې کمېټه د تور څېړنه کوي او که چېرې د ادبي غلا اړوند پوره شواهد ترلاسه شي، خپل راپور د پوهنځي رييس ته وړاندې کوي.

۴. د پوهنځي رييس پېښه د موسسې د رييس مرستیال ته راجع کوي، چې هغه بیا په خپل وار سره پېښه د د نظم او دسيپلين کمېټې لوړپوړو غړو ته وړاندې کوي.

۵. د د نظم او دسيپلين کمېټې وړاندیزونه د موسسې درييس مرستیال ته راجع کېږي، چې دوړاندیزونو د اجرا یا  په هغوی کې د بدلون راوستلو صلاحیت لري، که چېرې دا ادبي غلا د یو شخص د ګومارلو یا ترفیع لامل شوې وي، د موسسې د رييس مرستیال د پېښې اړوند څېړنو پایلې او د د نظم او دسيپلين کمیټې سپارښتنې د استخدام يا ترفیع پلاوي یا بشري سرچینو څانګې ته وړاندې کوي، چې د خپلو پرېکړو اړوند بيا کتنه وکړي.

۱۲.۲ بندیزونه(تحریمونه)

۱. د استادانود هر سرغړوونکي غړي پروړاندې پلي کیدونکي بندیزونه له هغو بندیزیونو سره بايد همغږي ولري، چې اوسمهال مجاز دي.

۲. که چېرې په کوم غړي باندې ادبي غلا(علمي سرغړونه) ثابته شي، نو د هغه رتبه باید یوه درجه راټیټه شي او که چېرې یې ترفیع نه وي کړي، نو د معاش کچه یې باید یوه درجه راتیټه شي.

۱۳.۰ د ادبي غلا ناسم تور

هیڅ کوم محصل، کارکونکی یا د علمي پلاوي کوم غړي باید په غلطۍ یا تېروتنې سره په ادبي غلا تورن نشي، هره داسې پېښه باید د وړ شخص په وسيله، چې د یوې ځانګړې څانګې مسول وي، د موسسې د رييس مرستیال ته راپور شي او بیا د موسسې د نظم او دسيپلين کمیټې ته راجع شي.