د داخلې بهیر

د لوړو زده کړو وزارت د اړوندو اسنادو پر بنسټ، د هیواد د تخنیکي او مسلکي (ادارې او حسابدارۍ او داسې نورو) انسټیټونو د څوارلسم ټولګي فارغان کولای شي چې د لاندې شرایطو تر بشپړولو وروسته، یواځې د اقتصاد پوهنځي په دریم سمستر کې داخله وکړي:

۱. ټول محصلین باید د نوم لیکنې فورمه د محصلینو د چارو له مرستیال څخه ترلاسه او ډکه یې کړي.

۲. هر محصل باید د داخلې لپاره ۱۰۰۰ افغانۍ تحویل کړي.

۳. د داخلې (کانکور) ازموینه سل اړوندې پوښتنې لري چې هره پوښتنه یې یوه نمره لري.

۴. د داخلې (کانکور) ازموینې پایلې د ازموینې له ورځې څخه وروسته په اوو ورځو کې د ننه اعلانیږي.

۵. د بریالیتوب نمره په ۶۰ نمرو پورې محدود شوی، که چیرې د بریالیو محصلینو شمیر ډېر شي دا نمره هم کیدای شي د هغې پر بنسټ بدلون و مومي.

۶. د څوارلسم ټولګي فارغان د داخلې د یوې ځانګړې ازموینې (کانکور ازموینې) پر اساس جذبېږي.