د داخلې پالېسي

د داخلې پالېسي ۲۰۲۰

۱. داخله د وړتیا پر بنسټ او د توکمیز، جنسیتي، نژدادي او ټولنیزو اقتصادي شرایطو په  پام کې نیولو پرته، د ټولو هغو محصلینو لپاره خلاصه ده ،چې شرایط یې پوره کړی وي.

۲. د لېسانس پروګرام لپاره په کال کې دوه ځلې داخله کېږي، یو د مني او بل د پسرلني سمستر لپاره.

۳. د هغو محصلینو شمېر، چې باید په یو پروګرام کې د داخلې لپاره ومنل شي د داخلې پر مهال د اړوندې کمیټې له خوا ټاکل کېږي.

۴. د داخلې لپاره د غوښتونکي لخوا ټول وړاندې شوي معلومات باید د تایید شوي د ټرانسکرپټ اوشهادتنامو په ګډون له اړوندو سندونو له کاپي سره مل وي. له رسمي ثبوت پرته، اسناد د اعتبار وړ نه دي.

۵. غوښتنلیک ورکوونکی باید د داخلې څانګې ته په وخت (د ضرب العجل له نیټې څخه وړاندې)، سمو او بشپړو معلوماتو د وړاندې کولو مسولیت ولري، ناسم او نیمګړي معلومات د منلو وړ ندي.

۶. د جعلي سانادو د برابرولو پرمهال د شخص غوښتنليک اعتبار نه لري ، د داسې غوښتنلیک ورکوونکي داخله باید لغو شي.

۷. موسسه حق لري په هر پړاو کې چې وغواړي د داسې نوماند سند (Degree)  لغو کړي، چې د غلطو او جعلي اسنادو او ناسمو معلوماتو په وړاندې کولو سره يې داخله اخیستې وي.

. موسسه د هیڅ پروګرام او کټګورۍ لپاره د ریظرف یا سهمیې سیستم وجود نه لري او په هر پروګرام کې د داخلې لپاره د کانکور ازموینه حتمي او لازمي ده.

د پوهنې له وزارت څخه د دولسم ټولګي د فراغت معتبره شهادتنامه یا د هغې معادل سند چې په ټولیزه توګه لږ تر لږه ۵۰ سلنه نمرې یې پوره کړي وي د داخلې په ازموینه کې د ګډون لپاره لازمي شرط دی. هغه نوماند چې په دې ازموینه کې تر ۶۰ لږې نمرې واخلي د داخلې مستحق نه دی، هغه نوماندان چې د کانکور ازموینه یې ورکړی وي او په خصوصي پوهنتونونو کې د داخلې لپاره ورته سپارښتنه شوې وي هم کولای شي چې خپل غوښتنلیکونه وسپاري، که چیرې یو محصل وغواړي د اقتصاد پوهنځي د دریم سمستر لپاره نوم لیکنه وکړي د یادو شرایطو په پوره کولو سربېره باید په ځانګړې توګه لاندې شرطونه هم پوره کړي، د دیارلسم یا څوارلسم ټولګي شهادتنامه ولري، د دیارلسمو او څوارلسمو ټولګیو په ازموینه کې يې باید ۸۰ سلنه نمرې پوره کړی وي. د قرآن حافظ ته په ځانګړې توګه ۲۰ نمرې امتیاز ورکول کېږي.۴ کاله ۸ سمستره د کریډیټ لږ ترلږه ساعتونو شمر = ۱۳۰ – ۱۳۶ 4 years 8 semesters Min Cr. hrs = 130-136
 

عمومي لارښوونې

۱. له هغوغوښتنلیک ورکوونکو څخه چې د کانکور با اعتباره نمره ولري نه غوښتل کېږي چې په ازموینه کې ګډون وکړي.

۲. د شرایطو د پوره کولو لپاره په تحریري ازموینه کې ګډون او بریالی کیدل اړين دي.

د داخلې شرایط:

۳. په ازموینه کې د ګډون لپاره ټولو نوماندانو ته د داخلې سلیپونه ورکول کېږي. هغو نوماندانو ته چې د داخلې سليپونه یې نه وي ترلاسه کړی اجازه نه ورکول کېږي، چې د ازموینې خونې/ځای ته داخل شي.

۴. ټول نوماندان باید خپل د داخلې سلیپونو ته ځانګړې پاملرنه ولري،که چېرې دا سلیپ ورک شي، نوماند کولای شي چې د موسسې د داخلې له دفتر څخه د هغه بله کاپي ترلاسه کړي.

۵. ټول اصلي سندونه باید د داخلې پر مهال تایید شي. محصلین باید یواځې اړوندې شهادتنامې اوDMCs ، اود پاسپورټ په سایز څلور قطعې عکسونه د غوښتنلیک له فورمې سره يوځای کړي، نوماند باید خپل نوم او د پلار نوم د عکسونو تر شا ولیکي.

۶. د داخلې له فورمې سره يوځای شوي سپارل شوي سندونه بېرته نه ورکول کېږي.

۷. د داخلې په تړاو ټول معلومات د موسسې د اعلاناتو په تخته یا د ویب پاڼې له لارې وړاندې کېږي او نوماند ته په ازموینه کې د ګډون لپاره د ټلېفون یا مکتوب په واسطه خبر نه ورکول کېږي.

۸. موسسه د داخلې د هغو فورمو مسولیت پر غاړه نه اخلي، چې د پسته خانې له لارې لېږل شوی وي.

۹. د داخلې ازموینې لارښود او د غوښتنلیک فورمه او د پوښتنو نمونوي پاڼې د موسسې له دفتر څخه د ټاکل شوي فیس په بدل کې ترلاسه کېدای شي (یاد فیس د لارښود، د غوښتنلیک فورمې، د ازموینې نمونوي پاڼو او ازموینې لګښتونه دي اوبېرته نه ورکول کېږي).

۱۰. د تحریري ازموینې د ځای اړوند معلومات د موسسې د اعلاناتو پر تخته او ویب پاڼه کې اعلانېږي.

۱۱. د ټرانسپورټ اسانتياوې، د سیټونو د موجودیت په صورت کې، یواځې د نجونو لپاره برابرېږي.

۱۲. محصلین اجازه نه لري، چې د ازموینې ځای ته له ځانه سره ګرځنده ټلېفون راوړي.