د علمي سفرونو لړۍ


!!التقوی د لوړو زده کړو موسسې د اقتصاد پوهنځي يو شمېر محصلينو د يو علمي سفر پرمهال د عملي زده کړو په موخه د ننګرهار مستوفيت له ادارې څخه ليدنه وکړه.په ياد علمي سفر کې ددې موسسې د اقتصاد پوهنځي رييس ښاغلي عرفان الله ستانکزي او د کارموندنې مرکز مسول حيات الله اشنا د محصلينو ملتيا کوله، چې پر مهال يې د يادې ادارې د مسولينو له لورې محصلينو ته ننګرهار مستوفيت د بېلابېلو برخو په اړه معلومات هم ورکول شول. د التقوی د لوړو زده کړو موسسې اداره ژمنه ده ، چې خپلو محصلينو ته د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو زمينه هم برابره کړي.ديوډاډمن راتلونکي پر لورد خپرونو امريت